د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باجوړ پولیسو د ریحان زېب وژنې پر ضد د مظاهرې پر ګډونوالو مقدمه دایره کړې ده


خپلواک کاندید ریحان زېب د جنورۍ پر ۳۱مه په باجوړ کې ووژل شو ـ پخوانی انځور.
خپلواک کاندید ریحان زېب د جنورۍ پر ۳۱مه په باجوړ کې ووژل شو ـ پخوانی انځور.

په باجوړ کې پوليسو د ازاد نوماند ريحان زېب تر وژنې وروسته پر مظاهرچیانو د باجوړ په خار کې د ملېشې ځواک پر ودانۍ د کاڼو ویشتلو په تور مقدمه دایره کړې ده.

د جنورۍ پر ۳۱مه په درج مقدمه کې د څلورو کسانو نومونه ليکل شوي او پکې راغلي دي چې هغه کاڼي له ۲۵ تر ۳۰ کسانو ویشتلي دي. پولیسو تراوسه په دې تور څوک نه دي نیولي دي.

د مظاهرې هغو ګډونوالو لا د پولیسو د تور او مقدمې په اړه څه نه دي ویلي.

ازاد کانديد ريحان زېب د جنورۍ پر ۳۱مه د باجوړ په پاټک سیمه کې وسلوالو ویشتلی وو.

د فبرورۍ پر لومړۍ د نوموړي تر جنازې وروسته په باجوړ کې احتجاجونه وشول چې پکې ګڼو خلکو برخه واخیسته.

احتجاج ته د تحریک انصاف ګوند د باجوړ مشر ګل ظفر او نورو مشرانو ویناګانې وکړې او د ریحان زېب د امنیت نه ساتلو پر سر یې په د باجوړ پر انتظامیه او امنیتي چارواکو سختې نیوکې وکړې.

د باجوړ پولیسو او ملېشې ځواک په تېرو وختونو په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د ناامنۍ د مخنیوي لپاره یې کوټلي ګامونه پورته کړي دي.

ريحان زېب د فبرورۍ اتمې انتخاباتو لپاره د قامي اسمبلۍ د اتمې او د صوبايي اسمبلۍ د ۲۲مې حلقې څوکیو ته نوماند وو.

هغه د تحریک انصاف غړی وو خو ګوند ورته ټېکېټ نه وو ورکړی نو ځکه د خپلواک نوماند په حیث کې کیمپېن کاوه.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د ریحان زېب تر وژنې وروسته په باجوړ کې د صوبايي اسمبلۍ پر حلقې د انتخاباتو ځنډولو اعلان وکړ.

اسلامي دولت (داعش) ډلې پر ریحان زېب د برید ذمه واري منلې ده. هغې ډلې تر دې مخکې هم په باجوړ کې پر سیاستوالانو او ولسي مشرانو د حملو مسوولیت منلی دی.

د ۲۰۲۳ز کال د جولای پر ۳۰مه د باجوړ په شنډي موړ سیمه کې د جمعيت علمای اسلام (ف) پر یوه غونډه په ځانمرګي برید کې ۶۵ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ زيات ژوبل شوي ول. د هغه بريد ذمه واري هم اسلامي دولت وسلوالې ډلې (داعش) منلې وه.

په پاکستان کې د قامي او صوبايي اسمبلیو لپاره انتخابات د ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ پر اتمه نېټه کېږي. د ۲۰۲۴ز کال عام انتخابات د قامي اسمبلۍ د ۲۶۶، د خیبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ د ۱۱۵، د پنجاب اسمبلۍ د ۲۹۷، د سیند د ۱۳۰ او د بلوچستان اسمبلۍ د ۵۱ عامو څوکیو ډکولو لپاره کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ پر ۳۱مه د بلوچستان په قلعه عبدالله کې هم په برید کې د عوامي نیشنل ګوند يو غړی ووژل شو او بل ژوبل شو.

له دې پرته، په کوټه کې د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ څوکۍ ته د پيپلز ګوند د نوماند علي مدد جتک پر انتخاباتي دفتر د لاسي بم په بريد کې درې کسان ژوبل شول، او په کېچ او خضدار ضلعو کې د صوبايي اسمبلۍ څوکۍ لپاره د هم هغه ګوند د دوو نوماندانو پر کورونو هم د لاسي بمونو حملې شوې دي چې پکې چا ته مرګژوبله نه ده اوښتې.

تر دې وړاندې، د جنورۍ پر ۳۰مه د بلوچستان په سېوۍ کې د تحریک انصاف د انتخاباتي لاریون پر مهال په بمي چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او شپږ ژوبل شوي ول. رویټرز خبري اژانس وايي چې اسلامي دولت (داعش) ډلې پر ټېلېګرام په بیان کې د برید ذمه واري منلې ده. هغه ډله له یوې مودې راهیسې په بلوچستان کې فعاله ده. داعش د تېر کال په سېپټېمبر کې په مستونګ کې د عید میلادالنبي پر لاریون د هغه برید ذمه واري هم منلې وه چې پکې ۵۹ تنه وژل شوي او لسګونه ژوبل شوي ول.

XS
SM
MD
LG