د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراييليو ځواکونو د غزې په شمال کې ځمکني عمليات پيل کړي دي


د اکتوبر پر ۱۳مه د اسراییلو ټانکونه د غزې تړانګې سره د پولې په اوږدو کې ګزمه کوي.
د اکتوبر پر ۱۳مه د اسراییلو ټانکونه د غزې تړانګې سره د پولې په اوږدو کې ګزمه کوي.

اسراییل وایي چې د غزې په تړانګه کې یې ځمکني عملیات پیل کړي دي او پیاده عسکرو او ټینکونو یې چاپې او بریدونه پیل کړي دي.

دا پر اسراییلو د حماس وسلوالې ډلې د تېرې اوونۍ تر یرغل وروسته د اسراییلو لومړی اعلان دی چې د هوايي بریدونو پر ځای اوس مځکني عملیات پیلوي.

د اسراييلو وزيراعظم بنیامین نتنیاهو وايي پر غزې د اسراييلو سخته بمباري د حماس د بريد په غبرګون کې "لومړی پیل" دی. هغه وویل د حماس په هغه برید کې ۱۳۰۰ اسراییلیان ووژل شول.

نتنیاهو په یوه ټليویزوني وینا کې وویل: "زموږ دښمنان به اوس یوازې قیمت ادا کوي. زه نه شم ویلی چې څه به کېږي؟ خو زه تاسو ته وایم چې دا یوازې پیل دی."

نتنیاهو دا وینا د اکتوبر پر ۱۳مه تر هغې څو ساعته وروسته وکړه چې د اسراییلو پوځ څرګنده کړه چې سرتیرو یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د فلسطین په خاوره بریدونه کړي دي.

د غزې چارواکي وايي، د حماس تر ولکې لاندې سیمه کې د اسراییلو په بمباریو او هوايي بریدونو کې شاوخوا ۱۸۰۰ کسان وژل شوي دي.

د غزې ځینې اوسیدونکي وروسته له هغې له سیمې کډې پیل کړې چې اسراییلو ورته په ۲۴ساعتونو کې د غزې له شمالي برخې څخه د وتلو امر وکړ. خو حماس دوی ته وویل چې پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسراییلو ځواکونو پر غزې تړانګې بمبارۍ ته دوام ورکړی دی او وايي د حماس مرکزونه په نښه کوي.

حماس ډلې د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو د ګڼو توغندیو ناڅاپي برید وکړ او بیا یې وسلوال اسراییلو ته واوښتل چې تر هغې وروسته د اسراییلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو وویل چې هېواد یې د "جنګ په حالت" کې دی.

حماس وايي، ۱۳۰ تنه یې يرغمل کړي چې امنيتي چارواکي هم پکې شامل دي. هغې ډلې خبرداری ورکړی چې که اسرايیل پر ملکیانو بریدونو ته دوام ورکړي، یرغمل شوي کسان به ووژني.

ملګرو ملتونو او عرب هېوادونو د سفارتي حل لپاره پر هڅو ټينګار کړی دی. خو د اسراييلو وزيراعظم بنیامین نتنیاهو ويلي چې د حماس د "بېساري" برید "سخت ځواب" ورکولو ته دوام ورکوي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې ده چې په تاوتریخوالي کې لږترلږه ۲۲ امریکایان وژل شوي دي او داسې باور کېږي چې حماس نامعلوم شمېر امریکایان یرغمل کړي هم دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن د اکتوبر پر ۱۲مه اسراییل ته ورسید، هلته یې له وزیر اعظم بنیامین نتنیاهو سره وکتل او هغه ته یې ډاډ ورکړ چې واشنګټن د تل ابیب هر ډول ملاتړ ته چمتو دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د اکتوبر پر ۱۳مه قطر ته ولاړ او هلته یې د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمدالثانی سره وکتل.

بل لور ته د امریکا دفاع وزیر لایډ اسټن د اکتوبر پر ۱۳مه اسراییل ته ولاړ او د اسراییل له دفاع وزیر یواف ګالانت سره یې د خبرې غونډې پرمهال له اسراییل سره د پوځي مرستو ژمنه وکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG