د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وایي، روسیه ورسره د انرژۍ په برخه کې د همکاریو پر زیاتولو سلا شوې


په دې ورستیو کې د پاکستان او روسیې اړیکې ښې شوې دي ـ پخوانی انځور
په دې ورستیو کې د پاکستان او روسیې اړیکې ښې شوې دي ـ پخوانی انځور

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري په هند کې د شانګهای همکارۍ سازمان غونډې پر مهال له خپل روسي سیال سېرګې لاوروف سره لیدلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مې څلورمې پر ماښام پر ټوېټر په بیان کې وویل، دواړو چارواکو د مې پر څلورمه د هند په ګووا کې پر دوه اړخیزو، سیمه ییزو او نړیوالو موضوعاتو خبرې وکړې.

بیان وايي، دواړه چارواکي د غذايي مصوونیت او انرژۍ په برخو کې د همکاریو پر زیاتولو سلا شول.

بلاول بوټو زرداري د مې پر څلورمه د شانګهای همکارۍسازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې د ګډون لپاره ګووا ته ولاړ. دا په تېرو ۱۲ کلونو کې هند ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر لومړی سفر دی.

د پاکستان او روسیې ترمینځ اړیکې د سړې جګړې پر مهال ښې نه وې. په هغې جګړه کې پاکستان د امریکا اتحادي وو. په ورستیو کې د اسلام اباد او مسکو ترمینځ اړیکې ښې شوي دي او دواړو هېوادونو د سوداګرۍ، انرژۍ او پوځي همکاریو ژمنې کړي دي.

په ۲۰۱۸ز کال کې د پاکستان او روسیې ځواکونو ګډ پوځي تمرینونه وکړل چې دا د دواړو هیوادونو ترمینځ په دوه اخیزه اړیکو کې لوی پرمختګ وګڼل شو.

سږ کال د جنورۍ پر ۳۰مه د بهرنيوو چارو وزیر، بلاول بوټو زرداري مسکو ته تللی. هغه هلته له خپل روسي سيال سرګې لاوروف سره پر اقتصادي، د انرژۍ په اخیستو او سیمه ييزو مسايلو خبرې کړې وي.

دار راز د روان کال جنورۍ په ۱۹مه د روسیې د انرژۍ وزير نيکولايي شولګينوف له یو لوی پلاوي سره پاکستان ته تللی وو او هلته یې له وزيراعظم شهباز شريف سره په دې اړه خبرې کړې وي.

هغه مهال د وزيراعظم شهباز شریف دفتر په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د دواړو هېوادونو چارواکو پر دې هم نظرونه تبادله کړل چې پاکستان څنګه له روسیې څخه د اوږد مهال لپاره تيل او ګېس اخیستلای شي؟

تر دې مخکې د پاکستان پخوان وزیراعظم عمران خان د فبرورۍ پر ۲۳مه تر هغې دوه ورځې وروسته مسکو ته ورسېد چې ولسمشر پوتین د اوکراین په ختیځ کې د لوهانسک او دنېڅک سیمو خپلواکي رسماً ومنله او روسیو ځواکونو ته یې هلته د ورداخلېدو امر وکړ.

عمران خان هغه مهال د روسیې ار ټي ټېلېوېژن ته ویلي ول چې روسیې ته یې دوه ورځنی سفر تر ډېره اقتصادي اهداف لري.

د روسیې او اوکراین په جګړه کې که څه هم امریکا او غربي هیوادونو د ماسکو هغه برید غندلی او ماسکو پر خلاف د کییف ملاتړ کوي خو پاکستان وایي په هغه جګړه کې بې طرفه دریځ لري.

پاکستان له تېرو څو کلونو راهیسې د اقتصادي ستونزو او انرژۍ له بحران سره مخ دی. د هغه هیواد د پیټرولیمو وزیر مملکت مصدق ملک د اپرېل پر لومړۍ ویلي ول چې سږکال د مې له میاشتې له روسیې څخه تېل اخیستل پېلوي چې هغه به څه کم په یوه میاشت کې پاکستان ته ورسیږي.

د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت ویاند نيډ پرایس د جنورۍ پر ۲۵مه په واشنګټن کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې پر روسیې پر نړيوالو بندیزونو سربېره پاکستان کولای شي چې له مسکو څخه انرژي واخلي. پر روسیې دا بندیزونه د ۲۰۲۲م کال په د فرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراين د کړي هغه پوځي يرغل له امله لګول شوي دي چې لا هم روان دی.

XS
SM
MD
LG