د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمان ويلي له طالب مشرانو سره يې لیدل کتل ګټور ول


د جنورۍ پر اوومه مولانا فضل الرحمان د طالبانو حکومت له چارواکو سره په کابل کې د ملاقات په مهال.
د جنورۍ پر اوومه مولانا فضل الرحمان د طالبانو حکومت له چارواکو سره په کابل کې د ملاقات په مهال.

د جميعت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان وايي چې د افغان طالبانو له مشر شيخ هېبت الله اخوندزاده او نورو چارواکو سره يې ملاقاتونه ګټه ور ول.

د طالبانو د حکومت تر واک لاندې د افغانستان له ملي تلویزون او راډيو سره د مولانا فضل الرحمان مرکه چې ټاکل شوې د جنورۍ پر ۱۳مه خپره شي، پکې نوموړي ويلي دي چې افغانستان ته يې د سفر هدف د پاکستان او افغانستان ترمینځ ستونزې حلول وو.

هغه افغانستان ته تر شپږ ورځني سفر وروسته د جنورۍ پر ۱۲مه ناوخته پاکستان ته ستون شوی دی.

مولانا فضل الرحمان وايي، د دواړو هېوادونو ترمینځ د مسلو په ګډون يوشمېر موضوعاتو یې له طالب مشرانو سره خبرې کړې دي.

جمعیت علمای اسلام (ف) د جنورۍ پر ۱۲مه پر اېکس پاڼه لیکلی دي چې مولانا فضل الرحمان د طالبانو د حکومت مشرانو سره د تجارت او کډوالو په موضوعاتو هم خبرې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅې ويلي دي چې مولانا فضل الرحمان په "شخصي توګه" افغانستان ته تللی دی او د پاکستان حکومت افغانستان ته د مولانا فضل الرحمان د سفر "ملاتړ" نه کوي.

مولانا فضل الرحمان لا د بلوڅې څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو د جنورۍ پر اوومه افغانستان ته تر تګ مخکې يې مشال راډیو سره په مرکه کې ویلي ول چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ور سره خپل دريځ او غوښتنې شريکې کړې دي.

مولانا فضل الرحمان کابل ته تر تګ مخکې ټینګار کړی وو چې د سفر مقصد یې د پاکستان او د طالبان د حکومتونو ترمینځ د بې باورۍ ختمول دي.

د جمعيت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان د طالبانو حکومت په بلنه د جنورۍ پر اوومه افغانستان ته ولاړ او هلته يې له بېلابېلو طالب چارواکو سره د افغانستان او پاکستان ترمينځ پر اړیکو او ترينګلتياوو خبرې وکړې.

د جمعیت مشر پر داسې مهال د کابل په سفر دی چې له یوې مودې راهیسې د اسلام اباد او د طالبانو د حکومت ترمینځ د یوشمېر موضوعاتو پر سر تعلقات خراب شوي دي.

د هغې له جملې څخه یې تر ټولو مهمه موضوع د ټي ټي پي ډله ده. پاکستان د طالبانو حکومت د ټي ټي پي په ملاتړ تورنوي او وایي هغه ډله په افغانستان کې پټنځایونه لري خو د طالبانو حکومت په بیا بیا دا تور رد کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

خپله ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.

افغانستان ته تر تګ وړاندې مولانا فضل الرحمان مشال راډيو ته ويلي ول چې هغه به په افغانستان کې د طالبانو له مشر سره سم ليده کاته کوي.

د طالبانو حکومت البته له اخوندزاده سره د مولانا فضل الرحمان ملاقات رسماً نه دی تایید کړی او په دې اړه یې څه نه دي ویلي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جنورۍ پر اتمه کندهار ته د جمعيت د مشر تر تګ وړاندې وويل چې مولانا فضل الرحمان او ورسره مل پلاوي د طالبانو د حکومت رییس الوزرا (وزیراعظم) ملا محمد حسن اخوند تر څنګ د هغه له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د بهرنيو چارو له وزير ملا امير خان متقي او ځينو نورو چارواکو سره هم خبرې کړې دي.

طالبان چې د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شول نو په پیل کې یې له اسلام اباد سره نېږدې تعلقات لرل چې وروسته ساړه شول.

د ډېسېمبر پر ۱۲مه په ډېره اسماعیل خان کې پر امنیتي مرکز په وسلوال برید کې د پاکستانیو سرتېرو تر مرګژوبلې وروسته اسلام اباد یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د ټي ټي پي مشران وروسپاري او هغې ډلې ته دې پټنځای نه ورکوي.

د طالبانو حکومت په ځواب کې وویل چې د برید په اړه پلټنې کوي، خو ټینګار یې وکړ چې د هرې موضوع لپاره باید هغوی مسوول و نه بلل شي.

د طالبانو حکومت داراز ټینګار کوي چې ټي ټي پي ته یې پټنځایونه نه دي ورکړي او د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

د طالبانو حکومت البته وايي چې د داعش په ليکو کې ورغلي پاکستاني وسلوال په افغانستان کې په بريدونو کې لاس لري هغوی دا هم ویلي چې ګڼ پاکستاني وسلوال یې نيولي او تر ۲۰ زیات یې وژلي دي.

له ناامنۍ پرته د پاکستان او افغانستان ترمینځ پر سوداګرۍ او د خلکو پر تګ راتګ د اسلام اباد محدودیتونو او داراز، له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د ایستلو موضوع هم د دواړو خواوو تعلقات اغېزمن کړي دي.

XS
SM
MD
LG