د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان سپریم کورټ د بې اسناده کډوالو ایستلو د مقدمې اورېدنه کړې ده


په اسلام اباد کې د سپریم کورټ ودانۍ ـ انځور له ارشیفه.
په اسلام اباد کې د سپریم کورټ ودانۍ ـ انځور له ارشیفه.

د پاکستان سپریم کورټ (ستر عدالت) قاضيې عایشې ملک ویلي دي چې د ملګرو ملتونو تړونونه کډوالو ته خوندیتوب ورکوي او د هغو تړونونو منل پر پاکستان لازم دي.

نوموړې دا څرګندونې د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو په اړه د درخواست اورېدنې په مهال کړې دي.

عدالت هغه اورېدنه د محسن داوړ، فرحت الله بابر، سېنېټر مشتاق احمد، امنه مسعود جنجوعه، جبران ناصر، ایمان مزاري او ځینو نورو لخوا پر دایر شوي ګډ درخواست وکړه. هغه درخواست د نومبر پر لومړۍ نېټه عدالت ته ورکړل شوی وو.
اورېدنه د قاضي سردار طارق مسعود په مشرۍ د ستر عدالت درې کسیزه جرګګۍ کوي.

فرحت الله بابر عدالت ته وویل چې نګران حکومت دا واک نه لري چې بې اسناده کډوال له هېواده وباسي.

نوموړي زياته کړه، هغه افغان کډوال ایستل کېږي چې د سیاسي پناه لپاره یې درخواستونه ورکړي دي. د نوموړي په وينا، له افغانانو سره د پاکستان حکومت غیر انساني چلند کوي.

سترې عدالت د پاکستان وفاقي حکومت، اېپیکس کمېټۍ، د بهرنیو چارو وزارت او لوی څارنوال (اټارني جنرل) ته نوټس ورکړی دی.

په عین حال کې د پنجاب د لاهور یونیورسټي اف مینېجمنټ ساینسز یا لمز شپږو استادانو له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د ایستلو پرضد په سپریم کورټ کې درخواست دایر کړی دی.

د هغو ښوونکو وکیل میا سمیع الدین د غوښتنلیک تر جمع کولو وروسته د نومبر پر ۳۰مه، مشال راډیو ته وویل چې د بې اسناده افغانانو ایستل د پاکستان د اساسي قانون او نړیوالو قوانینو ضد عمل دی نو ځکه دې سپریم کورټ د حکومت پرېکړه لغوه کړي.

افغان کډوال وايي بې له کورنۍ د ستنېدو له ګواښ سره مخامخ دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:01 0:00

د پاکستان په سپریم کورټ کې تازه غوښتنلیک پر داسې مهال دایر شوی دی چې نن (د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه) له هغه هېواده د بې اسناده بهرنیانو، چې لوی اکثریت یې افغانان دي، د ایستلو میاشت پوره شوه.

په همدې حال کې په کراچۍ کې د بشري حقونو وکیلې منیزې کاکړې مشال راډیو ته ویلي دي چې ټاکل شوې سیند های کورټ د ډېسېمبر پر لومړۍ د افغانانو د ستنولو خلاف او بندي کډوالو ته د قانوني خدماتو ورکولو په اړه د یو بل درخواست اورېدنه وکړي.

د پاکستان نګران حکومت بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې مهلت ورکړی وو چې هغه هېواد دې پرېږدي که نه نو بیا به یې په زور باسي.

د حکومتي نېټې له پوره کېدو سره سم، د پاکستان چارواکو د نومبر له لومړۍ راهیسې د بې اسناده افغانانو ستنولو ته دوام ورکړی دی او د چارواکو په وینا، د هغې مياشتې تر پايه تر ۴۰۰،۰۰۰ زيات افغانان پر تورخم، چمن او نورو لارو افغانستان ته اوښتي دي.

د پاکستان لنډمهالی حکومت وايي د بې اسناده بهرنیانو ایستل یې د ملي امنیت په ګټه دي. د هغه هېواد د کورنیو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي وایي چې د سږ کال تر پايه به له هغه هېواده د بې اسناده بهرنیانو د ایستلو بهیر بشپړ شي.

XS
SM
MD
LG