د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ازبکستان، پاکستان او د طالبانو حکومتونو د ټرانس افغان رېلګاډي پروژې په اړه موافقه لاسلیک کړې

تازه شو

له ښي لوري ولاړ: د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سیدوف، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د پاکستان د بهرنیو د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په کابل کې د ټرانس افغان اورګاډي د پروژې یوې موافقې لاسلیک پر مهال - د جولای ۱۷مې انځور.
له ښي لوري ولاړ: د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سیدوف، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د پاکستان د بهرنیو د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په کابل کې د ټرانس افغان اورګاډي د پروژې یوې موافقې لاسلیک پر مهال - د جولای ۱۷مې انځور.

د پاکستان، ازبکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ټرانس افغان په نوم د رېلګاډي د پروژې "شونتیا د څېړنې" موافقه لاسلیک کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د جولای پر ۱۷مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي د "ازبکستان، افغانستان او پاکستان" یا د ټرانس افغان رېللارې پروژه د "سیمه ییز اتصال" په لړ کې خورا مهمه ده.

نوموړي ویلي، د هغې پروژې له بشپړېدو سره به د مرکزي اسیا هېوادونه د سوداګرۍ لپاره د افغانستان له لارې د پاکستان سمندري بندرونو ته لاره پیدا کړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت پر اېکس په بیان کې ویلي چې د ټرانس افغان لویې پروژې د "امکان سنجونې موافقه" د طالبانو د ټولګټو چارو، د ازبکستان د ټرانسپورټي چارو او د پاکستان د اورګاډو چارو وزیرانو لاسلیک کړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ یو پلاوی د جولای پر ۱۷مه په یو ورځني سفر کابل ته ولاړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له اسحاق ډار سره په سفر کې د پاکستان د اورګاډو چارو وزیر محمد حنیف عباسي، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان او نور چارواکي ملګري دي.

له دې پرته د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سیدوف په مشرۍ یو پلاوی هم د موافقې لاسلیک او د طالبانو له حکومتي چارواکو سره د خبرو لپاره د کابل په سفر دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جولای ۱۷مې پر مازیګر پر اېکس په دویم بیان کې لیکلي دي چې مرستیال وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار کابل ته رسېدلی او د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره یې کتلي دي.

په بیان کې راغلي دي چې دواړو مشرانو د خپلمینځي اړیکو د ښه کولو او د تجارت، ټرانزېټ او امنیتي همکارۍ پر زیاتولو خبرې کړې دي.

د ټرانس افغان رېللارې د پروژې د تطبیق درې اړخیزه توافق د ۲۰۲۳ز کال په جولای کې د سیمه ییز تجارت د پیاوړتیا او د پاکستان له بندرونو سره د مرکزي اسیا د وصلولو په هدف لاسلیک شو.

د اورګاډي دا پروژه چې د ازبکستان له ترمذ ښاره پیلېږي، د افغانستان له مزارشریف او لوګر ولایتونو څخه تېرېږي او د خیبر پښتونخوا د کورمې تر خرلڅیو بندره رسي.

دا پروژه به د بشپړېدو په صورت کې د افغانستان له لارې ازبکستان له پاکستان سره وصل کړي او د مرکزي اسیا د هېوادونو او د پاکستان د سمندري بندرونو ترمینځ به لاره برابره کړي.

د پاکستان دولتي راډیو د جولای پر ۱۷مه خبر ورکړی چې تمه ده دا پروژه د سیمه‌ ییز تجارت او ټرانزېټ له لارې د سیمې ثبات، اقتصادي ودې او پرمختګ ته لاره هواره کړي.

XS
SM
MD
LG