د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات قامي جرګه: وسله وال ښکاره ګرځي او له خلکو قلنګونه غواړي


د سوات قامي جرګې غړي د خبري غونډې په مهال
د سوات قامي جرګې غړي د خبري غونډې په مهال

د خیبرپښتونخوا د سوات قامي جرګې مشران ادعا کوي چې هلته وسله وال په ښکاره ګرځي او له خلکو قلنګونه غواړي خو حکومت یې په مخنیوي کې ناکامه دی.

د یادې جرګې د مشرتابه کمېټۍ غړو د نومبر پر ۱۸مه په مېنګوره کې تر مشاورتي غونډې وروسته خبري غونډې ته وویل چې دوی په سوات کې د زیاتې شوې ناامنۍ په اړه ډېر اندېښمن دي. دوی زیاته کړه چې حکومت ته یې څو ځل دا خبرداری ورکړی چې د ښکاره ګرځېدونکو وسله والو مخه ونیسي.

د جرګې مشر مختیار خان یوسفزي خبري غونډې ته په خبرو کې د پاکستان پر حکومت نيوکې وکړي او تور یې پورې کړ چې د وسله والو په فعالیت سترګې پټوي. هغه زیاته کړه چې چې د پاکستان حکومت وايي وسله وال له افغانستانه را اوړي خو د ده په وینا، هغو وسله والو ته څه نه وايي چې په سوات کې په ازاده ګرځي.

مختيار خان زیاته کړه: "دلته چې په سوات کې کوم وسله وال ناست دي، د دوی په خلاف ولې څه نه کېږي؟ اوس سوات قامي جرګې اراده کړې ده چې د ترهګرۍ او د هغه خلاف د حکومتي خاموشۍ پرضد په دیسمبر کې د ټول ملاکنډ د ولس یوه لویه جرګه جوړوو چې د یو پرېکنده ګام لپاره د ولس رایه واخلو، هغه ځکه چې حکومت خاموش ناست دی او هیڅ رول یې نشته."

دا په داسې حال کې ده چې د سوات په ګډون د خیبر پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې د ناامنۍ پېښې خورا زیاتې شوې دي. د خیبر پښتونخوا حکومت د سوات قامي جرګې د تازه څرګندونو په اړه لا څه نه دي ویلي خو د نومبر پر ۱۵مه صوبايي وزیر ډاکټر امجد علي په مېنګوره کې خبریالانو ته ویلي وو چې دوی له وسله والو سره د خبرو تر څنګ د پولیسو له لارې د هغوی پرضد کارروايي هم کوي.

په خیبر پښتونخوا کې له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې او وسلوالې ډلې وخت په وخت پر پولیسو، امنیتي سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، ولسي مشرانو او فعالانو بریدونه کوي. په شمالي وزیرستان کې له تېرو څو کلونو راهیسې په لسګونو بریدونو کې ګڼ ولسي مشران، فعالان، دیني عالمان، سیاستوالان، پخواني وسلوال، حکومتي کارکوونکي او عادي وګړي وژل شوي دي.

د سوات په شمول د خيبر پښتونخوا په ګڼو سيمو کې خلکو د وسله والو په فعاليت اندېښنې ښودلې او د امن لپاره یې پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي. د پاکستان وفاقي حکومت او پوځ ناکامي نه مني او وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د نومبر پر ۱۲مه په خیبر پښتونخوا کې د امنیت د ټینګولو لپاره د حکومت لخوا یوه جرګه غوښتل شوې وه. په دغه جرګه کې د واکمن تحریک انصاف ګوند ترڅنګ عوامي نیشنل ګوند، قامي وطن ګوند، جماعت اسلامي، جمیعت علمای اسلام (ف) او ګڼو نورو ګوندونو ګډون کړی وو. د خیبر پښتونخوا وزير اعلا سهېل اپرېدي د جرګې د پرانیستونکې وینا پر مهال ویلي وو هغه تمه لري چې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره به د جرګې مشران یوه ګډه کړنلاره پیدا کړي او په صوبه کې به امن ته لاره هواره شي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG