د اورکزو په ډبورۍ کې د مارټر ګولې پرېوتو په پېښه کې د ۲ کسانو وژل کېدو پرضد پیل شوی پرلت پای ته رسېدلی دی.
د پرلت مشرانو د نومبر پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې ځايي چارواکو دوی ته ډاډ ورکړی دی چې داسې پېښې به بیا نه تکرارېږي.
دا پرلت تر هغې وروسته د ډبورۍ تاڼې مخې ته پیل شوی وو چې ځايي خلکو پر یو کور د ماټر ګولې پرېوتو په پېښه کې د وژل شویو ۲ کسانو مړي پر سړک اېښي ول. دوی غوښتنه کوله چې حکومت دې د داسې پېښو مخنیوی وکړي او په دې تازه پېښه کې د وژل شویو کسانو کورنیو ته دې مالي مرستې ورکړي.
د اورکزو مرستیال کمشنر عرفان الدين له امنیتي او انتظامي چارواکو سره یو ځای د پرلت له مشرانو سره لیدلي او هغوی ته یې ډاډ ورکړی چې نه یوازې به د وژل شویو کسانو کورنیو ته مالي مرستې ورکول کېږي بلکې داسې پېښې به بیا نه کېږي. خو هغوی د وژل شویو کسانو له کورنیو سره د مالي مرستو په اړه نور تفصیل نه دی ورکړی.
د ضلعې د پوليسو وياند محمد سعيد د نومبر پر ۱۶مه مشال راډيو ته ويلي ول چې هغه پېښه له خیبر سره په نېزدې کاچ نومي کلي کې ته شوې وه. د ده په وینا، په دې پېښه کې د یو ماشوم په ګډون ۲ تنه وژل شوي او یو بل ټپي شوی وو. خو دا نه ده معلومه چې هغه مارټر ګوله (هاوان مرمۍ) چا توغولې وه.
په وروستيو کې د اوکزو په ګډون د خيبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو او قبايلي سيمو کې پر ولسي وګړو او کورونو ډرون بريدونه او د هاوان مرميو (مارټر ګولو) بريدونه زيات شوي چې ځايي خلک یې تور د پاکستان پر پوځ پورې کوي او پکې اکثره ځايي خلکو ته مرګژوبله اوړي.
خلکو د هغو بريدونو پر ضد په وار وار احتجاجونه کړي دي. خوا پوځ هم په وار وار ويلي چې د وسلوالو پر ضد د عملياتو پر مهال د ولسي وګړيو خونديتوب ته پام کوي. د اکتوبر پر ۲۳مه هم د بر جنوبي وزيرستان په سروکی تحصيل کې پر يو کور د هاون مرمۍ (مارټر ګولې) لګېدو له امله يو کس وژل شوی او درې نور ژوبل شوي ول.