د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ سعودي عرب ته د امریکا د "غیر ناټو لوی اتحادي" حیثیت ورکړ


ټرمپ سعودي عرب ته د امریکا د "غیر ناټو لوی اتحادي" حیثیت ورکړ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:58 0:00

امریکا او سعودي عرب د دفاع، وسلو او پانګونې په ګډون په مختلفو برخو کې د همکاریو زیاتولو موافقې کړې دي. دا موافقې د سعودي وليعهد محمد بن سلمان واشنګټن ته د سفر پر مهال شوې دي. نوموړي د نومبر پر ۱۸مه له امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ او ځینو نورو چارواکو سره ولیدل او ورسره یې د دفاعي چارو په ګډون د منځني ختیځ پر وضعیت هم خبرې وکړې. ټرمپ په خپلو خبرو کې وویل چې سعودي عرب ته د یو داسې لوی اتحادي یا ملګري هېواد حیثیت ورکوي چې د ناټو غړی نه دی. امریکا دا حیثیت هغو هېوادونو ته ورکوي چې د ناټو غړي نه وي او بیا ورسره د دفاعي چارو تر څنګ په مختلفو برخو کې نېږدې او ځانګړې اړیکې پالي. پاکستان له ۲۰۰۴ز کال راهیسې د امریکا غیر ناټو لوی اتحادي دی او افغانستان له ۲۰۱۲ز کال څخه تر ۲۰۲۲ز پورې دا حیثیت درلود. د رویټرز او اې اېف پي له ویډيوګانو جوړ رپورټ

XS
SM
MD
LG