د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان کډوالو په بنو کې خپل پرلت پای ته رسولی دی


د شمالي وزيرستان کډوالو د اکتوبر له ۳۰مې د بنو په بکاخېلو کې روان احتجاج پای ته رسولی دی.
د شمالي وزيرستان کډوالو د اکتوبر له ۳۰مې د بنو په بکاخېلو کې روان احتجاج پای ته رسولی دی.

د شمالي وزیرستان بې کوره شوي کډوال وايي، له چارواکو سره تر خبرو اترو وروسته یې په بنو کې روان پرلت پای ته رسولی دی.

پرلتوال وايي د اکتوبر له ۳۰مې روان پرلت یې د نومبر پر ۱۶مه ناوخته له هغه وروسته ختم کړی چې چارواکو یې د غوښتنو پوره کولو ډاډ ورکړی دی.

د پرلت مخکښ او د اتمانزیو قبایلي مشر ملک نصرالله وزیر مشال راډیو ته وویل چې په میرامشاه کې د پوځ له مشر میجر جنرال، مرستیال کمشنر او د بنو له کمشنر سره یې د خبرو څو پړاوونه وشول او هغوی ورته د ځنډېدلو مرستو او خپلو سیمو ته د ستنولو ډاډ ورکړی دی.

په شمالي وزیرستان کې د اتمانزیو مشر ملک نصرالله د نومبر پر ۱۴مه احتجاج کوونکو ته په وینا کې ویلي وو چې چارواکي تر ډیره حده د دوی د غوښتنو پر منلو ورسره سلا شوي دي خو د ده په وینا، احتجاج به هغه وخت ختموي چې د پوځ ډاډ ترلاسه کړي.

د پای ته رسېدلي پرلت ګډونوال وايي، دوی هیله لري چې دا ځل به حکومت او پوځ له له دوی سره کړې ژمنې پوره کړي.

د شمالي وزیرستان مرستیال کمشنر محمد یوسف کریم مشال راډیو ته وویل چې د احتجاج کوونکو کډوالو له مشرانو سره یې څو ځله خبرې وشوې او بلاخره متفق شوي دي.

نوموړي وویل، "د یوې میاشتې مرستې ورته جاري شوې، نورې به ورکړل شي، د ستنولو په اړه يې خبرې روانې دي، چې څنګه هم د دوي د سیمو حالات برابریږي، نو د ستنولو لړۍ به پیل شي."

دغو کډوالو د اکتوبر پر ۳۰مه د بکاخېلو کيمپ مخې ته احتجاج پیل کړی وو او ويل یې چې له تېرو ۱۰ میاشتو راهیسې مرستې ورباندې بندې شوې دي چې له امله یې هغوی له سختو مالي مشکلاتو سره مخامخ دي.

دوی زیاتوله چې یو پلو له تېرو ۱۰ کلونو راهيسې بې کوره دي او بل ورسره دا "زیاتی" کېږي چې هر ځل دا مرستې په "سوال او زاریو" غواړي.

په خیبر پښتونخوا کې د طبعي ناورینونو د نظم صوبایي ادارې (پي ډي اېم اې) مرستیال مشر احسان داوړ تر دې وړاندې مشال راډیو ته ويلي ول چې د فنډونو د کمي له امله د کډوالو نغدې مرستې ځنډول شوې دي.

د ده په وینا، چې کله هم پيسې ترلاسه کړي نو د شمالي وزیرستان دغو کډوالو ته به د نغدو مرستو ورکړه بېرته بحاله کړي.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال د جون په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد د "ضرب عضب" په نوم پراخ عملیات پیل کړل چې له وجې یې شاوخوا یو مېلیون وګړي بې کوره شول چې د يوشمېر د اوسېدو لپاره یې د بنو په بکاخېلو کې سرکاري کیمپ (پنډغالی) جوړ شو.

له دې پرته لسګونه زره کورنۍ د خیبر پښتونخوا او پاکستان په نورو سیمو کې مېشتې شوې او زرګونه نورې د افغانستان خوست، پکتیا او پکتیکا ته واوښتې.

په ۲۰۱۶ز کال کې د عملیاتو تر پای ته رسېدو وروسته زیاتره کډوال په شمالي وزیرستان کې خپلو کلیو او کورونو ته ستانه شول، خو د دته خېلو نیمايي او د شوال ټول وګړي، چې لسګونه زره کسان جوړېږي، لا هم په بکاخېلو کیمپ، د پاکستان په مختلفو برخو او په خوست کې پراته دي.

احسان داوړ وايي چې د کډوالو خپلو سيمو ته د ستنېدو لپاره يې چمتووالی نيولی دی او په وينا يې یوازې دې ته انتظار کوي چې پوځ ورته د هغو سیمو له وسلوالو د پاکېدو رسمي پخلی وکړي.

د شمالي وزيرستان کډوالو تر دې وړاندې هم د نغدي مرستو د تر لاسه کولو لپاره په بکاخېلو کې په وار وار احتجاجونه کړي او د حکومت له خوا د ډاډ تر لاسه کولو وروسته يې پای ته رسولي دي.

د پاکستان حکومت د شمالي وزیرستان هرې بې کوره شوې کورنۍ ته هره میاشت ۲۰،۰۰۰ روپۍ ورکوي او په عملیاتو کې یې د ړنګو او زیانمنو شویو کورونو او دوکانونو د تاوان ورکولو ژمنه هم کړې وه.

په خیبر پښتونخوا کې د ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم اې) ترمخه له هغوی سره څه باندې ۱۷،۰۰۰ کورنۍ ثبت دي او کله، کله د پیسو د کمښت له وجې مرستې ځنډېږي.

اداره وایي چې حکومت هره میاشت له بې کوره شویو سره د نقدي مرستو لپاره ۳۵ کروړه روپۍ جاري کوي، او هرې کورنۍ ته د موبایل ټېلېفون د سېم کارډونو له لارې پیسې لېږدوي.

چارواکي وایي چې د بې کوره شویو کډوالو سیمې لا هم له وسلوالو نه دې پاکې شوې خو چارې په چټکۍ روانې دي. دوی وایي چې سیمې پاکې شي نو بيا به د کډوالو ستنېدل پیل شي او د نقدي مرستو قسطونه به هم ژر ورکړي.

XS
SM
MD
LG