د لاسرسي ځای

تازه خبر

قازقستان وايي پاکستان د ټرانس-افغان دهلېز جوړېدو ته هڅوي


له ازبکستانه یو مال لېږدوونکی اورګاډی له مزار شریفه د ازبکستان پر لوري روان دی ـ پخوانی انځور.
له ازبکستانه یو مال لېږدوونکی اورګاډی له مزار شریفه د ازبکستان پر لوري روان دی ـ پخوانی انځور.

قازق چارواکي وایي، پاکستان او نورې خواوې د ټرانس-افغان دهلېز جوړېدو ته هڅوي.

د قازقستان د رسنیو د راپور له مخې، د هغه هېواد د ټرانسپورت وزارت د فبرورۍ پر ۱۵مه وویل چې د رېللارو د ملي شرکت مشر دامیر کوژاخامیتوف پاکستان ته تللی چې د ټرانس-افغان دهلېز د پروژې د پرمخ بیولو لپاره د ټرانسپورت او لاجېسټيکي چارو له شرکتونو سره خبرې وکړي.

د هغه دهلېز د جوړولو موخه قازقستان، ازبکستان، افغانستان او پاکستان د اورګاډي له لارې نښلول دي.

د هغې پروژې موافقه په ۲۰۱۸ز کال کې لاسلیک شوې وه.

د هغه ۵۷۳ کېلومیټره رېللارې د جوړولو لګښت څه باندې څلور نیم اربه (مېلیارده) امریکايي ډالره اټکل شوی دی.

د پلان له مخې، هغه پټلۍ به له مزارشریف څخه د شمالي وزیرستان او خوست ترمینځ تر غلام خان بندر پورې وغځول شي.

XS
SM
MD
LG