د خيبر پښتونخوا په نوښار کې پوليس وايي چې يو نرښځی او د هغه ملګری يې وژل شوي دي.
د پبو تاڼې چارواکو د نومبر پر ۱۷مه مشال راډیو ته وويل چې ۲۸ کلن سلمان او د هغه ملګری خیال محمد د نومبر پر ۱۶مه شپې مهال په بې نظير ګړهۍ سيمه کې وژل شوي دي چې مړي يې په خوړ کې موندل شوي دي.
د وژل شوي نرښځي مور بخت بي بي له پوليسو سره په دایره کړې مقدمه کې تور پورې کړی چې د سلمان له خیال محمد سره په ملګرتیا د خیال محمد ورور شاه زین خوشاله نه وو. هغې د قتل تور پر شاه زین پورې کړی چې د پولیسو په وینا، دوی يې لټون پیل کړی دی.
د نومبر پر نهمه هم په لکي مروتو کې نامعلومو وسلوالو دوه نرښځيان په ډزو وژلي ول۔ د پوليسو په وینا، په وژل شوو کې یو د مردان او بل د لکي مروتو اوسېدونکی وو۔
تر دې مخکې د خيبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې هم يوشمېر نرښځيان وژل شوي چې پرضد يې هغوی او د حقونو فعالانو په وار وار احتجاجونه کړي دي۔
په خیبر پښتونخوا کې د نرښځيانو حقونو لپاره کارکونونکي سازمان ټرانسجېنډر الاینس ترمخې له کال ۲۰۱۵ز کال څخه تر ۲۰۲۴ز کاله پورې په دي صوبه کې ۱۲۵ نرښځيان وژل شوي دي.
له دې پرته په هغه صوبه کې وخت په وخت د نرښځیو د ځورولو، ورباندې د تشدد او ورڅخه د باج اخیستو پېښې کېږي.
د خیبر پښتونخوا حکومت او پولیس وايي چې د نرښځيانو امنیت ته ژمن دي. د صوبې پولیسو د ۲۰۲۳ز کال په نومبر کې ويلي ول چې په تاڼو کې د نرښځیانو د ستونزو هواري لپاره جلا څانګه پرانیزي.