د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باجوړ عملیاتو له وجې د ۶ کلیو بې کوره شویو خپلو کورونو ته ستنېدل پیل کړي دي


د باجوړ له لوی ماموندو د بې کوره شوې کورنۍ غړي په خار کې د کیمپ پر لوري روان دي - د اګست ۱۳مې انځور.
د باجوړ له لوی ماموندو د بې کوره شوې کورنۍ غړي په خار کې د کیمپ پر لوري روان دي - د اګست ۱۳مې انځور.

په باجوړ کې د پوځي عملیاتو له کبله د شپږو کلیو بې کوره شویو د نومبر له ۱۹مې څخه خپلو مېنو ته ستنېدل پیل کړي دي.

د نومبر پر ۱۸مه د باجوړ ځايي جرګې او د پوځي او انتظامي چارواکو ترمینځ ملاقات شوی وو چې وروسته د باجوړ انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) په بیان خپرولو د شپږو کلیو اوسېدونکو ته د ستنېدو اجازه ورکړه.

په بیان کې راغلي، د جنت شاه، لرې بانډې، کوثر، ګاړو، ډيلۍ او شاګۍ کلا سیمې له وسلوالو پاکې شوي او خلک کولای شي کورونو ته ستانه شي.

د جرګې مشر صاحبزاده هارون رشيد د نومبر پر ۱۹مه مشال رېډیو ته وويل چې د ملاقات پر مهال يې حکومت ته په ډاګه کړه چې د ژمي له پیلېدو سره د بې کوره شویو خلکو کړاو زیات شوی او باید نور خلک بې ځایه نه شي.

دی وايي، چارواکو د نومبر پر ۱۸مه هغه کلي له وسلوالو "پاک وګرځول، [د نومبر پر ۱۹مه] هغه خلک خپلو کلیو او علاقو ته بېرته ځي او خدای دې وکړي چې امن دايمي شي."

د پاکستان پوځ د جولای پر ۲۹مه د باجوړ په لوی ماموندو کې د وسلوالو ضد عملیات پیل کړي ول چې په ترڅ کې یې شاوخوا د ۵۰ کلیو تر ۱۰۰،۰۰۰ زیات کسان بې کوره شوي ول چې د مرکز خار په لوبغالي کې د جوړ کیمپ په ګډون د ضلعې او خیبر پښتونخوا نورو برخو ته تللي ول.

په یوشمېر کلیو کې د عملیاتو تر ختمېدو وروسته ډېرۍ کورنۍ خپلو کورونو ته ستنې شوې خو چارواکو هغه مهال ویلي ول چې ځینې برخې لا له وسلوالو نه دي پاکې شوي او پکې عملیات او ګرځبندیز دوام درلود نو ځکه پاتې وګړي نه شي ستنولای.

چارواکو د سېپټېمبر په نیمايي او د اکتوبر په پیل کې هم د یوشمېر کلیو اوسېدونکو ته خپلو کلیو ته د ستنېدو اجازه ورکړې وه.

چارواکي وايي، تر اوسه د ۴۴ کلیو اوسېدونکي خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG