د امریکا منتخب ولسسمشر ډانلډ ټرمپ وایي، د طالبانو حکومت ته د "مېلیاردونو (اربونو)" ډالرو لېږد د "نه منلو وړ" کار دی.
ټرمپ د جنورۍ پر اوومه په فلورېډا کې د خبري غونډې پر مهال دې موضوع ته اشاره وکړه او ویې ویل چې اوسني ولسمشر جو بایډن د امریکا "مېلیاردونه ډالره شتمني" له هېواده ایستلې ده.
هغه د یوه خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې طالبانو ته د مېلیونونه ډالرو د لېږدولو په اړه څه نظر لري؟، وویل: "دا د منلو نه دي، مېلیونونه هم نه، مېلیاردونه ډالر دي چې موږ د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته ورکړي دي. دا پیسې بایډن ورکړي دي، دا همهغه سړی دی چې د امریکا د شتمنۍ ۵۰ -۶۰ ټرېلیینه (یو ټرېلیین ۱،۰۰۰ اربه یا مېلیارده وي) ډالره یې ایستلي دي. دا کار به نور نه کېږي، اوس موږ د ښه قضاوت خاوند یو ملت یو."
تر دې وړاندې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرپلټونکې ادارې (سیګار) ویلي ول چې واشنګټن په درو کلونو کې افغانستان ته ۳.۳۳ مېلیارده ډالر لېږدولي دي.
امریکايي ولسمشر جو بایډن لا د ټرمپ د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي. داراز، د طالبانو حکومت هم لا په دې اړه تبصره نه ده کړې، خو مخکې یې ویلي ول چې د امریکا او نورو مرستندویانو پیسې هغوی ته نه، بلکې د ملګرو ملتونو ادارو ته ورکول کېږي چې په اړمنو افغانانو یې وویشي.
طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شول او تر هغې وروسته یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه تړلي، پر ښځو یې کاري محدودیتونه او جبري حجاب کول لازمي کړي دي. له دې پرته طالبانو د ټولګډونه حکومت جوړولو لپاره د نړیوالو غوښتنه هم نه ده منلې.
پر دې هر څه سربیره د طالبانو تر حکومت لاندې له افغانستان سره نړیوالې مرستې کېږي. ملګرو ملتونو ويلي چې د اروپايي ټولنې، امریکا او نورو هېوادونو او ادارو له لوري ورکول کېدونکې مرستې د بشري ناورینونو د مخنيوي لپاره دي. خو افغان مېرمنو او فعالانو د بېلابېلو مظاهرو او غونډو پر مهال ويلي چې کابل ته د نغدو پیسو لېږد د طالبانو د قوي کېدو يو لامل دی.