د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ناروې د کډوالو شورا وايي نړۍ افغانستان ته د ستنېدوکو کډوالو بحران له پامه غورځولی


له تورخم سره نېږدې یوه افغانه کورنۍ هېواد ته د ستنېدو په انتظار ده - پخوانی انځور.
له تورخم سره نېږدې یوه افغانه کورنۍ هېواد ته د ستنېدو په انتظار ده - پخوانی انځور.

د ناروې د کډوالو شورا مشر وايي، نړۍ افغانستان ته د ستنېدونکيو کډوالو بحران له پامه غورځولی دی.

یان ایګلنډ د جنورۍ پر ۱۸مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې لیکلي دي چې افغانستان ته یې د سفر پر مهال په هرات کې داسې ښځې لیدلي چې له خپلو مړونو پرته له ایرانه ستنې شوي او په غربت او بېچارګۍ کې ګېرې دي.

ایګلنډ ویلي، پاکستان د ۲۰۲۳ز کال د سېپټېمبر له نیمايي راهیسې ۸۰۰،۰۰۰ افغانان له خپلې خاورې ایستلي او ایران هم ۲،۰۰۰،۰۰۰ افغانانو د ایستلو پلان لري.

تهران او اسلام اباد وايي چې بې اسناده بهرنيان باسي خو په بېلابېلو وختونو کې ګڼو افغانانو مشال راډيو ته ويلي چې پر اسنادو لرلو سربېره یې پوليس نیسي او باسي یې، خو پولیس دا تور ردوي.

ایرانيو چارواکو د ۲۰۲۴ز کال د اکتوبر په پای کې ویلي ول چې د کډوالو د اېستلو د پراخ پلان په لړ کې یې ۸۵۰،۰۰۰ بې اسناده افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

هغه زياته کړې چې د افغانستان ګاونډیان داسې وخت دا کار کوي چې په هغه هېواد کې وار له مخه ۲۲ مېلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې ملګري ملتونه او او نړیوالې مرستندویه ادارې د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې وخت په وخت په هغه هېواد کې د خوړو د کمښت او د خراب اقتصادي حالاتو خبرداری ورکوي.

XS
SM
MD
LG