د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ د ولسمشرۍ له پيل سره سم د بايډن ۷۸ فرمانونه لغوه کړل


ولسمشر ټرمپ د جنورۍ پر ۲۰مه، یو صدارتي فرمان تر لاسلیک وروسته پورته نیولی دی.
ولسمشر ټرمپ د جنورۍ پر ۲۰مه، یو صدارتي فرمان تر لاسلیک وروسته پورته نیولی دی.

د جنورۍ پر ۲۰مه، د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د خپلې دندې له پيل سره سم د تېر ولسمشر جو بايډن ورکړي ۷۸ صدارتي فرمانونه لغوه کړل.

نوموړي د هغه پر ځای خپل ځيني فرمانونه لاسليک کړل چې د نورو تر څنګ پکې هغه هم شامل دي چې په امريکا کې پر کډوالۍ او پناه غوښتنې ګڼ محدوديتونه لګوي.

ولسمشر ټرمپ د صدارتي فرمانونو په لاسليکولو سره د امريکا او مېکسيکو پر سرحد بیړنی حالت اعلان کړ او زیاته یې کړه چې هلته به د غیرقانوني کډوالو د مخنيوي لپاره پوځيان استوي.

د ټرمپ بل فرمان په امريکا کې له زېږېدو سره سم ماشومانو ته د تابعيت پر ورکولو بندیز دی. نوموړي په دې فرمان کې ويلي دي چې په امريکا کې په غیرقانوني ډول مېشت او يا پر موقتي وېزو د ورغليو کسانو ماشومانو ته به تابعيت نه ورکول کېږي. خو د هغه دا امر به له قانوني ننګونو سره مخامخ شي ځکه چې په امريکا کې له زېږېدو سره سم د تابعيت ورکړه د اساسي قانون برخه ده چې د ولسمشر په فرمان نه شي بدلېدلای.

ډانلډ ټرمپ د امريکا د ۴۷م ولسمشر او جېمز وېنس د مرستيال ولسمشر په توګه د جنورۍ پر ۲۰مه د خپلو دندو لوړې وکړې. وېنس سېنېټر پاتې شوی او په افغانستان کې یې د امريکايي پوځي په توګه هم څه وخت تېر کړی دی. دوی دواړو د ۲۰۲۴ز کال د نومبر په مياشت کې په شويو انتخاباتو کې بریا تر لاسه کړې وه.

ټرمپ د خپل انتخاباتي کيمپېن پر مهال ويلي ول چې له امريکا څخه به لږ تر لږه ۱۱ مېليونه غير قانوني کډوال وباسي. رويټرز خبري اژانس د خپلو سرچينو له خولې ويلي دي چې په امريکا کې د کډوالو د مېشته کېدو پروګرام هم د څلورو مياشتو لپاره ځنډېدلی چې ښايي د ۱،۶۰۰ هغو افغان کډوالو د وېزو کارونه وځنډوي چې امريکا ته د تګ لپاره انتظار باسي.

ټرمپ تر لوړې کولو وروسته وويل چې په هر څه کې به امريکا تر هر چا مخکې ساتي. هغه زیاته کړه چې د امریکا طلايي زمانه همدا اوس پيل شوه.

ولسمشر ټرمپ همداراز د خپلې لومړۍ دورې د ولسمشرۍ غوندې، دا ځل بیا د ملګرو ملتونو د روغتيا له نړیوالې ادارې (ډبليو اېچ او) څخه امريکا وایستله. نوموړي وويل چې هغې ادارې ته پیسې ورکول بندوي. نوموړي وويل چې امريکا دې ادارې ته تر ټولو ډېرې پیسې ورکوي چې مناسبه خبره نه ده.

په همدې حال کې ټرمپ د کانګرس لخوا د ويډيو شريکولو پر اېپ، ټېکټاک بندیز د ۷۵ ورځو لپاره ودراوه. د هغه چينايي شرکت د اېپ په اړه امريکا اندېښنې ښوولې وې چې ښايي د امريکايي وګړيو معلومات د چين له حکومت سره شريک کړي. ټرمپ ويلي چې په دې ۷۵ ورځو کې به نوموړی د ټېکټاک د امريکايي برخې اخیستلو لپاره د هغه جوړجاړي په ترڅ کې يو اخیستونکی ګوري چې هم د امريکا د ملي ګټو حفاظت وشي او هم دغه مشهوره ټولنيزه شبکه د امريکايانو لپاره بنده نه شي.

ټرمپ د صدراتي فرمانونو د صادرولو په لړ کې، هغه اسناد هم لاسليک کړل چې په وينا یې امريکا به د پاريس له تړونه وباسي. دا تړون د اقليمي بدلون په اړه دی چې د نړۍ اکثريت هېوادونه پکې شامل دي او مقصد یې د هوا د ککړتيا د مخنیوي لپاره شريکې هلې ځلې کول دي. ټرمپ په خپله لومړۍ دوره کې هم داسې کړي ول خو کله چې جو بايډن ولسمشر شو، امريکا یې بیا د هغې لوظنامې برخه کړه.

د ډانلډ ټرمپ د لومړۍ دورې ولسمشرۍ پر وخت، امريکا د افغان طالبانو سره په قطر کې د دوحې تړون لاسليک کړ چې پر اساس یې امريکايي پوځيانو له افغانستانه وتل پيل کړل. دا تړون وروسته د ۲۰۲۰ز کال د فبرروۍ پر ۲۹مه د دواړو خواوو ترمينځ نهايي او لاسليک شو. په افغانستان کې د امريکا د بیارغونې د کارونو د څار دفتر (سيګار) د ۲۰۲۲ز کال په مې کې په يو راپور کې وويل چې د دوحې تړون د افغان ځواکونو د سقوط سبب شو چې له امله يې طالبان يو ځل بيا پر افغانستان واکمن شول.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه، په افغانستان کې حکومت ونیو. خو امريکا او ځينو نورو غربی هېوادونو د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د بشري مرستو لپاره د ميليونونو ډالرو لېږل جاري وساتل. ټرمپ په دويم ځل د ولسمشر په توګه سوګند پورته کولو يوه ورځ مخکې ګواښ وکړ چې که طالبان په افغانستان کې پاتې د امريکايي پوځيانو تجهیزات ونه سپاري نو هغه مرستې به بندې کړي.

ټرمپ څنګه په دويم ځل ولسمشر شو؟

ټرمپ په ۲۰۱۵ز کال کې اعلان وکړ چې د رېپبليکن ګوند له لارې به د امریکا د ولسمشرۍ لپاره ځان نوماندوي. سره له دې چې نظرپوښتنو د هغه د ناکامۍ وړاندوینه کوله، خو هغه د امریکا د ۲۰۱۶ز کال ولسمشریز انتخابات وګټل او د ۲۰۱۷ز کال په جنورۍ کې د امریکا ۴۵م ولسمشر شو.

په ۲۰۲۰ز کال کې ټرمپ له جو بایډن سره د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې سیالي وکړه، خو ماتې یې وخوړه. هغه د انتخاباتو پایلې و نه منلې او په پراخه کچه یې د درغلیو تورونه ولګول. د ۲۰۲۱ز کال د جنورۍ پر شپږمه د کانګرس پر ودانۍ د برید له امله هغه لا نور جنجالي شو. د ولسمشرۍ له پای ته رسېدو وروسته، ټرمپ له ځينو قانوني قضیو سره مخ شو، چې پکې په ټېکسونو کې درغلي او د کانګرس پر ودانۍ د برید هڅونه شامل ول.

خو ټرمپ په ۲۰۲۴ز کال کې بیا ولسمشريزو انتخاباتو ته ودرېد. ۸۷ کلن ډانلډ ټرمپ د نومبر پينځمې په ولسمشريزو انتخاباتو کې خپلې سیالې او د ډېموکراټ ګوند نوماندې، کاملا هيرېس ته ماتې ورکړه او يو ځل بیا د امریکا ولسمشر منتخب شو.

د هغه د ولسمشرۍ دوره له مهمو اقداماتو او کړکېچونو ډکه وه. هغه د ټېکسونو په کمولو او د سوداګرۍ د ودې لپاره قوانین بدل کړل. نوموړي د کډوالۍ قوانین سخت کړل، په ځانګړې توګه د مېکسیکو پر پوله د دېوال جوړول او د ځینو مسلمانو هېوادونو د وګړيو لپاره یې پر سفر بندیز ولګاوه. په نړیوال سیاست کې هغه د شمالي کوریا له مشر سره تاریخي ملاقاتونه وکړل او د چین او ایران په وړاندې یې سخت دریځ خپل کړ.

د انتخاباتي کيمپېن پر مهال د ۲۰۲۴ز په جولای کې پر ټرمپ د پېنسلوانیا ایالت په بټلر ښار کې د یوې ټاکنیزې غونډې پر مهال برید شوی وو. په هغه پېښه کې ټرمپ د ښي غوږ په پورتنۍ برخه کې ژوبل شو، خو له جدي زیان څخه خوندي پاتې شو. بریدګر، ۲۰ کلن توماس میتیو کروکس، چې د پنسلوانیا اوسېدونکی وو، په ډزو کې ووژل شو. په هغه پېښه کې یو ولسي وګړی ووژل شو او دوه نور ژوبل شول.

د ټرمپ لنډه پېژندګلوي

ډانلډ ټرمپ د ۱۹۴۶ز کال د جون پر ۱۴مه په نیو یارک کې په یوه شتمنه کورنۍ کې زېږیدلی دی. د هغه پلار، فریډ ټرمپ، په نیو یارک کې د ځمکو او ودانیو سوداګر وو. ډانلډ ټرمپ د هغه په پینځو اولادونو کې څلورم دی. نوموړی لا ځوان وو چې د خپل پلار پر پل روان شو او د شتمنۍ د پراخولو لپاره یې سوداګرۍ ته وده ورکړه. هغه په نيو يارک کې د ټرمپ ټاور مشهورې ودانۍ تر څنګ، د امریکا په ځينو نورو ښارونو کې هوټلونه، قمارخانې (کسېنو) او ګالف ميدانونه لري.

ډانلډ ټرمپ په زلميتوب کې د نیو یارک پوځي اکاډمۍ کې شامل شوی وو. په ۱۹۶۸ز کال کې له وارټن سوداګریز ښوونځي فارغ شو. نوموړي په ۱۹۷۷ز کال کې د هغه وخت د چېکوسلوواکیا له یوې ښځې، ایوانا زېلنېچکووا سره واده وکړ او له هغې سره یې درې بچي پیدا شول. ټرمپ وروسته له هغې جلا شو او بیا یې په ۱۹۹۳ز کال کې له ماډلې مارلا مېپلز سره واده وکړ، خو په ۱۹۹۹ز کې یې له یو بله طلاق واخیست او یوه لور یې پاتې شوه.

وروسته ټرمپ په ۲۰۰۵ز کال کې د سلووېنیا له یوې ماډلې مېلانیا کناوس سره واده وکړ او له هغې یو زوی لري. مېلانیا په ۲۰۱۶ز کال کې په ولسمشریزو انتخاباتو کې د ټرمپ تر بریا وروسته څلور کاله د امریکا لومړۍ مېرمنه وه او اوس به بیا د هغه هېواد د لومړنۍ مېرمنې په توګه خپله دنده پرمخ بیايي.

XS
SM
MD
LG