د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت وايي د پاکستان او ایران په زندانونو کې شاوخوا ۱۰،۵۰۰ افغانان بندیان دي


په کراچۍ کې پولیس یوشمېر افغانان تر نیولو وروسته حوالات ته لېږدوي - پخوانی انځور.
په کراچۍ کې پولیس یوشمېر افغانان تر نیولو وروسته حوالات ته لېږدوي - پخوانی انځور.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، شاوخوا ۱۰،۵۰۰ افغانان په پاکستان او ایران کې بندیان دي.

د کډوالو او ورستنېدونکو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمان راشد د مارچ پر ۱۵مه په کابل کې له شخصي ټېلېوېژن شمشاد سره په مرکه کې وویل، ۲،۵۰۰ افغانان په پاکستانیو او ۸،۰۰۰ په ایرانیو زندانونو کې دي.

دی وايي، په وروستیو کې ۶،۰۰۰ نور افغانان، چې د هغو هېوادونو له زندانونو ازاد شول، هېواد ته ستانه شوي دي.

راشد زیاته کړه چې ایرانیو او پاکستانیو چارواکو دا نه ده روښانه کړې چې هغه افغانان په کوم جرم بندیان دي، خو تهران او اسلام اباد ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر او نومبر میاشتو کې ویلي ول چې بې اسناده افغانان باسي.

د پاکستان او ایران حکومتونو تر اوسه د هغو هېوادونو په زندانونو کې د بندو افغانانو رسمي ارقام نه دي خپاره کړي.

له پاکستانه د افغانانو ایستل

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۵ز کال جنورۍ په پای کې په یو فرمان کې په راولپېنډۍ او اسلام اباد کې مېشتو افغانانو ته د مارچ تر پایه د هغو ښارونو د پرېښودو امر وکړ.

حکومت داراز پلان لري چې د افغان تابعیت یا سېټېزن کارډونو لرونکي هم افغانستان ته ولېږدوي. هغه کارډونه د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) افغانانو ته ورکړي ول.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ز کال له نومبر راهیسې له ۸۰۰،۰۰۰ زیات افغانان هېواد ته ستانه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) او د مهاجرت نړیوال سازمان په تېرو میاشتو کې څو ځلې له راولپېنډۍ او اسلام اباده د افغانانو پر ایستلو او هېواد ته یې پر احتمالي ستنولو اندېښنه ښوولې ده.

هغو ادارو د پاکستان پر پرېکړه انتقاد کړی او ویلي یې دي چې د افغانانو هېواد ته ستنول یې ژوند له خطر سره مخامخولای شي.

پر دې سربېره د بخښنې نړیوال سازمان په جنورۍ کې د پاکستان له حکومته غوښتي ول چې ټول بندي افغانان دې خوشې کړي او د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د افغانانو پر ډله ییزه ګرفتارۍ اندېښنه ښوولې وه.

پاکستان ته د افغان کډوالو د ورتګ لړۍ په ۱۹۸۰ز کال کې پيل شوه خو وروسته د کورنیو جګړو پر مهال هم هغه هېواد ته لکونه کډوال ورغلل. البته د پاکستانیو چارواکو په وينا، شاوخوا ۶۰۰،۰۰۰ افغانان د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستان ته تللي دي.

په هغو کې ګڼ هغه افغانان هم دي چې امریکا، او اروپایي او نورو هېوادونو ته د کډوالۍ په انتظار په اسلام اباد او راولپېنډۍ کې مېشت دي.

له ایرانه د افغانانو اخراج

له پاکستان پرته ایران هم په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې ګڼ افغانان نیولي، بندیان کړي او هېواد ته یې ستانه کړي دي.

ایرانيو چارواکو د ۲۰۲۴ز کال د اکتوبر په پای کې ویلي ول چې د کډوالو د اېستلو د پراخ پلان په لړ کې یې ۸۵۰،۰۰۰ بې اسناده افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د ۲۰۲۵ز کال په جنورۍ کې کابل ته د سفر پر مهال له طالب چارواکو سره په ملاقات کې ویلي ول چې هېواد یې د شاوخوا درې نیم مېلیونه افغانانو خپل هېواد ته لېږد ته ژمن دی.

یوشمېر افغانانو د ۲۰۲۴ز کال په سېپټېمبر کې نړیوالو اژانسونو ته ویلي ول چې ایراني چارواکي ورباندې تشدد کوي او هغه کسان هم باسي چې په ایران کې د اوسېدو قانوني اسناد لري.

خو ایراني ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي ول چې افغانان "په ډېر عزت" هېواد ته لېږدوي.

XS
SM
MD
LG