د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران ځينې هغه کارخانې تړلې چې "افغان مزدورانو ته یې کار ورکړی وو"


د ايران سره په سرحدي سیمه کې يو افغان مزدور - انځور له ارشیفه
د ايران سره په سرحدي سیمه کې يو افغان مزدور - انځور له ارشیفه

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې چارواکو په کرمان کې د افغان کارګرانو د ګمارلو له وجې ځینې کارخانې تړلې دي.

د ایران رسمي دولتي خبري اژانس صدا و سیما پرون راپور ورکړی چې د بهرنیو او ناقانونه وګړو د ګمارنې او د شیانو په ګرانه بیه د خرڅولو له وجې د ځېنو کارخونو پلټنه او تړل دوام لري.

ایران کې د یوې قانوني مسودې له مخې هغه بهرني وګړي چې معمولاً يې اشاره افغان کډوالو ته وي، په کار ګمارنه ناقانونه ګرځول شوې او که کارخانه کوم افغان کارګر بهرتي کړي نو د ورځې څه باندې یو میلیون تومانه جرمانه کېږي او بلاخره یې کار تړل کېږي.

ایراني چارواکو خبرداری ورکړی چې د افغان راجستر شویو کډوالو اقامه د همدې کال تر پایه کار ورکوي او تر هغه وروسته به افغانان له خپلې خاورې وباسي.

ایران بیا په تېر یو کال کې شاوخوا یو میلیون افغان کډوال چې قانوني اسناد یې نه درلودل له خپلې خاورې ایستلي دي.

XS
SM
MD
LG