د بشري حقونو دوو سازمانونو په خپل کلني راپور کې ویلي چې د ایران حکومت په ۲۰۲۴ز کال کې ۹۷۵ کسان اعدام کړي دي.
ایران تر چین وروسته تر ټولو ډېر کسان په دار ځړوي.
په ناروې کې د ایران د بشري حقونو سازمان او "د اعدام پر وړاندې په ګډه د درېدو" په نوم فرانسوي سازمان د فبرورۍ پر ۲۰مه په خپل راپور کې ویلي دي چې دا له ۲۰۰۸ز کال راهیسې د اعدام شویو تر ټولو لوی شمېر دی. د ایران د بشري حقونو سازمان پر هغه کال په هغه هېواد کې د اعدامونو د ثبتولو چارې پیل کړې وې.
دواړه سازمانونه دعوه کوي چې د ایران اسلامي جمهوري حکومت اعدامونه د خپلې واکمنۍ په اوږدو کې د "سیاسي ځپنې د اصلي وسیلې" په توګه کارولي دي.
راپور ښيي چې د ۲۰۲۳ز کال پرتله په ۲۰۲۴ز کال کې د اعدامونو شمېر ۱۷ سلنه زیات شوی دی. راپور وايي، په ۲۰۲۳ز کال کې ۸۳۴ او په ۲۰۲۴ز کې ۹۷۵ کسان په دار وځړول شول.
راپور زیاتوي چې په اعدام شویو کې ۳۱ ښځې هم شاملې دي.
تهران لا د هغو سازمانونو د تازه راپور په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
د ایران د بشري حقونو سازمان په ډېسېمبر کې ویلي ول چې تهران په ۲۰۲۴ز کال کې ۷۱ افغانان هم اعدام کړي ول. هغه سازمان د جنورۍ په پای کې وویل چې ایران د ۲۰۲۵ز کال په لومړۍ میاشت کې ۱۰ افغانان په دار ځړولي ول.