په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وایي، له ایران او پاکستانه وطن ته له ستنېدونکو افغانانو سره مرستې په نړیوالو مرستو پورې تړلې دي.
د ادارې ویاند فرامرز برزین د فبرورۍ پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، افغانستان ته د ستنو شویو او د کورنیو بېځایه شویو کسانو لپاره یې نوې ستراتیژي جوړه کړې ده.
یو اېن اېچ سي ار دا اعلان داسې مهال کړی دی چې ایران او پاکستان افغانستان ته د کډوالو د ستنولو لړۍ چټکه کړې ده.
برزین وویل، په نوې تګلاره کې د نقدي مرستو وېش، ورستنو شویو او بېځایه شویو ته د دایمي استوګنځایونو برابرول، پر لویو او کوچنیو کارونو پانګونه او د حرفوي زده کړو لپاره زمینه برابرول شامل دي.
یو اېن اېچ سي ار او د د مهاجرت نړیوال سازمان وايي چې په ۲۰۲۴ز کال کې له ایران او پاکستانه شاوخوا ۱.۲ مېلیونه افغانان هېواد ته لېږدول شوي دي.