د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران په شاوخوا یوه میاشت کې ۱۰ افغانان اعدام کړي دي


د ایران له خوا د اعدام سزا ورکولو پرضد په نړیواله توګه احتجاجونه شوي دي. (انځور: ارشیف)
د ایران له خوا د اعدام سزا ورکولو پرضد په نړیواله توګه احتجاجونه شوي دي. (انځور: ارشیف)

د ایران د بشري حقونو د سازمان مشر محمود امیري مقدم د جنورۍ پر ۳۰مه مشال راډیو ته وويل چې د روان کال په جنورۍ مياشت کې شپږ افغانان د قتل او څلور د مخدره موادو د قاچاق په تور اعدام شوي دي.

نوموړي زياته کړه، تر دې وړاندې ایران په ۲۰۲۴ز کال کې په بېلابېلو تورونو ۵۳ افغانان اعدام کړي ول.

د طالبانو د سترې محکمې یوه پلاوي تېره میاشت تهران ته د یو سفر په ترڅ کې له ایرانه غوښتنه کړې وه چې د افغان بندیانو لیست، په ځانګړې توګه د هغو بندیانو چې په اعدام محکوم شوي، له دوی سره شریک کړي.

تر دې وړاندې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ويلي ول چې په ايران کې "د پام وړ" شمېر افغانان بنديان دي.

ایراني چارواکو هم تایید کړې چې د بېلابېلو جرمونو له کبله يې په هغه هېواد کې يو شمېر افغانان زنداني کړي دي.

XS
SM
MD
LG