د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجاب کې د بارانونو پر مهال په بېلابېلو پېښو کې ۲۸ تنه وژل شوي دي


په لاهور ښار کې د باران اوبه پر سړکونو ولاړې دي - پخوانی انځور
په لاهور ښار کې د باران اوبه پر سړکونو ولاړې دي - پخوانی انځور

چارواکي وايي، د پنجاب صوبې په مختلفو ښارونو کې د بارانونو پر مهال په بېلابېلو پېښو کې لږ تر لږه ۲۸ کسان وژلي او ۹۰ یې ژوبل کړي دي.

د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) ویاند فاروق احمد د جولای پر ۱۶مه په بیان کې وویل، هغه مرګژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ورښتونو پر مهال په لاهور، فیصل اباد، شېخوپوره، اوکاړه، پاکپتن، ننکانه صاحب او ساهیوال کې د کورونو د چتونو او دېوالونو غورځېدو له وجې شوې ده.

بیان وايي، بارانونو په هغو ښارونو کې مالي زیانونه هم اړولي دي.

په پنجاب کې د پي ډي اېم اې صوبايي مشر عرفان علي کاتیا د جولای پر ۱۶مه په یو بیان کې ویلي دي چې ټپیانو ته "پوره طبي مرسته" ورکوي او د وژلو شویو له کورنیو سره هم مالي مرسته کوي.

ادارې داراز د ورښتونو له وجې په جهلم سیند کې د اوبو د کچې د لوړېدو خبرداری هم ورکړی دی او ویلې یې دي چې په ځینو ځایونو کې سېلاب هم راتللای شي.

پي ډي اېم اې له سیندونو سره نېږدې اوسېدونکو ته د احتیاطي تدابیرو سپارښتنه کړې ده.

هغه اداره زیاتوي، له تازه مرګژوبلې سره سږ کال په پنجاب کې د ورښتونو پر مهال په بېلابېلو پېښو کې د وژل شویو ټول شمېر ۷۷ ته رسېدلی او ۲۱۴ کسان ژوبل دي.

تر دې وړاندې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره (اېن ډي اېم اې) د جولای پر ۱۴مه ویلي ول چې په پاکستان کې په جون میاشت کې د بارانونو پر مهال په بېلابېلو پېښو او په سېلابونو کې لږ تر لږه ۱۱۱ کسان وژل شوي شوي ول.

اېن ډي اېم اې وايي، له وژلو شویو څخه یې ۵۳ ماشومان ول. ادارې هغه مهال ویلي ول چې په وژل شویو کې ۲۳ د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي ول چې ورڅخه یې ۱۰ ماشومان ول.

داراز، په خیبر پښتونخوا کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ادارې د جولای پر ۱۴مه وویل، د صوبې په مختلفو برخو کې د ورښتونو پر مهال په مختلفو پېښو کې د څلورو ماشومانو په ګډون شپږ تنه وژل شوي او یو ژوبل دی.

په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې د ورښتونو پر مهال د مرګژوبلې تازه پېښې پر داسې مهال شوې دي چې د جولای له ۱۵مې څخه د پشکال میاشت پیل شوې ده. په دې موسم کې له عرب سمندرګي او د هند له بحره نمداره هواګانې د خیبر پښتونخوا او پاکستان نورو شمالي برخو ته ځي چې له امله یې هلته بارانونه کېږي. په ځینو وختونو کې هغه بارانونه د هېواد په جنوب کې هم کېږي.

هغه ورښتونه د کرنې لپاره ګټور وي، خو اکثر د سېلابونو، کمرونو نړېدو، او بېخبنا ته د زیان لامل هم کېږي.

تېر کال هم په پاکستان او افغانستان کې سختو بارانونو خلکو ته سخت مالي او ځاني تاوانونه اړولي ول.

پوهان وایي، په افغانستان او پاکستان کې د طبیعي ناورینونو لامل د اب و هوا بدلون دی چې له کبله یې اوس بارانونه د ټاکلي وخت پر ځای ناڅاپي کېږي چې کرنیزې ځمکې، کورونه، او د خلکو ژوند ته زیان رسوي.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG