د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې په جون میاشت کې ۱۱۱ کسان د ورښتونو او سېلابونو له وجې مړه شوي دي


تر ورښت وروسته د سوات په سیند کې سېلاب راغلی دی - د جون ۲۷مې انځور.
تر ورښت وروسته د سوات په سیند کې سېلاب راغلی دی - د جون ۲۷مې انځور.

چارواکي وايي په پاکستان کې په جون میاشت کې د پشکال بارانونو او ورسره تړلو نورو پېښو کې لږ تر لږه ۱۱۱ کسان وژل شوي دي.

د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره (اېن ډي اېم اې) وايي، په وژلو شویو کې ۵۳ ماشومان هم شامل دي چې ډېری یې د پنجاب صوبې دي.

پر دې سربېره د چارواکو په وینا لږ تر لږه ۱۳ کسان د جون په ۲۷مه په سوات کې د سېلاب په اوبو کې لاهو شوي ول.

د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) وايي په خیبر پښتونخوا، پنجاب، بلوچستان، د پاکستان تر واک لاندې په کشمیر، اسلام اباد او ورڅېرمه په راولپېنډۍ کې د سېلابونو اټکل کوي.

په خیبر پښتونخوا کې د طبعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم اې) د جولای پر ۱۵مه ویلی، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په خیبر پښتونخوا کې د ورښتونو پر مهال په بېلابېلو پېښو کې شپږ تنه وژل شوي او یو کس ژوبل دی. په وژلو شویو کې څلور ماشومان ښودل شوي دي.

پي ډي اېم اې د هغو سیمو نومونه هم پر خپله فېسبکپاڼه خپاره کړي دي چې پکې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو وړاندوینه شوې ده. په دغو سیمو کې چترال، سوات، بونیر، شانګله، کوهستان او نورې سیمې شاملې دي.

د یادونې وړ ده چې تېر کال هم په خیبر پښتونخوا او افغانستان کې بې وخته بارانونو خلکو ته سخت مالي او ځاني تاوانونه اړولي ول.

پوهان وایي، په افغانستان او پاکستان کې د طبیعي ناورینونو لامل د اب و هوا بدلون دی چې له کبله یې اوس بارانونه د ټاکلي وخت پر ځای ناڅاپي کېږي چې کرنیزې ځمکې، کورونه، او د خلکو ژوند ته زیان رسوي.

XS
SM
MD
LG