د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا "د داعش خراسان څانګې د ملاتړ" په تور یو افغان وګړی نیولی دی


د امریکا فېډرالي او د کورني امنیت وزارت سرتېري د اورېګان ایالت په پورټلینډ کې د کډوالۍ او ګمرکي چارو ادارې ودانۍ مخې ته ولاړ دي - د اکتوبر شپږمې انځور.
د امریکا فېډرالي او د کورني امنیت وزارت سرتېري د اورېګان ایالت په پورټلینډ کې د کډوالۍ او ګمرکي چارو ادارې ودانۍ مخې ته ولاړ دي - د اکتوبر شپږمې انځور.

د امریکا د کورني امنیت وزارت مشرې کرېسټي نوم اعلان کړی دی چې د جان شاه ساپي په نوم یو افغان وګړی یې "د اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګې د ملاتړ په تور" نیولی دی.

وزارت پر خپله ووبپاڼه د نیولي افغان انځور خپور کړی او په بیان کې یې لیکلي چې هغه د ډېسمېبر پر درېیمه د ورجینیا ایالت په وېنزبورو سیمه کې نیول شوی دی.

بیان تور پورې کوي چې ساپي، خپل پلار ته - چې په افغانستان کې د "یوې وسلوالې ډلې قومندان" دی - هم وسلې ورکړې وې. البته په بیان کې د هغه د پلار او وسلوالې ډلې نوم نه دی ورکړل شوی.

ساپی د کورني امنیت وزارت په بیان کې "د ناقانونه اېلیین (پردي یا بهرني) ترهګر" په توګه یاد شوی چې په وینا یې "د ۲۰۲۱ز کال د سېپټېمبر پر اتمه" د پخواني ولسمشر جو بایډن د حکومت د "ملګرو یا متحدانو د ښه راغلاست" پروګرام له لارې "د پېنسلوانیا ایالت فېلاډېلفیا ته ورغلی وو."

په امریکا کې "اېلیین" یا پردی یوه قانوني اصطلاح ده چې د هر هغه کس لپاره کارېږي چې د هغه هېواد تابعیت نه لري.

د بایډن حکومت د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې لسګونه زره افغانان هغه هېواد ته لېږدولي ول.

د کورني امنیت وزارت وايي، دا په شاوخوا یوه اونۍ کې درېیم افغان "ترهګر" دی چې نیول کېږي.

بیان وايي، تر دې مخکې د نومبر پر ۲۶مه د رحمان الله لکڼوال په نوم افغان په واشنګټن ډي سي کې د ملي ګارډ پر سرتېرو د برید په تړاو نیول شوی وو.

په هغه برید کې دوه سرتېري ژوبل شوي ول چې وروسته ورڅخه یې یوې سرتېرې سارا بیکسټروم وروسته سا ورکړه او بل لا هم په روغتون کې بستر دی.

د امريکا د پلټنو وفاقي ادراې (اېف بي ای) رسنيو ته په استولیو معلوماتو کې ويلي ول چې مشکوک بریدګر رحمان الله لکڼوال په ۲۰۲۱ز کال کې د بیامېشتېدو پروګرام له لارې امریکا ته تر تګ مخکې په افغانستان کې د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې (سي ای اې) پلوي ټولي غړی وو.

چارواکو ویلي ول، لکڼوال په واشنګټن ایالت کې له خپلې ښځې او پینځو بچیو سره ګډ اوسېده او د برید لپاره له هغه ځایه پلازمېنې واشنګټن ډي سي ته تللی وو.

چارواکي زیاته کړې وه، نوموړي د ۲۰۲۴ز کال په ډېسېمبر کې د پناه غوښتنلیک ورکړی وو چې سږ کال په اپرېل کې د ټرمپ د ولسمشرۍ له پیل څخه درې میاشتې وروسته منظور شو.

د کورني امنیت وزارت په بیان کې راغلي، په واشنګټن ډي سي کې یې تر برید یوه ورځ مخکې په ټېکسس ایالت کې د محمد داوود الکوزي په نوم یو افغان د برید لپاره د "بمونو جوړولو ګواښ" په تور ونیوه. بیان زیاتوي، نوموړی هم د بیامېشتېدو پروګرام له لارې امریکا ته تللی وو.

د امريکا د شهریت او کډوالو چارو ادارې (یو اېس سي ای اېس) په واشنګټن کې تر برید وروسته په هغه هېواد کې د افغان کډوالو د پناه اخیستو بهیر ودراوه.

داراز، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر هغه وروسته د نومبر پر ۲۹مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) اعلان وکړ چې افغان پاسپورټ لرونکو ته د ویزو ورکولو بهیر یې ځنډولی دی. په هغه بیان کې راغلي ول چې وزارت د امریکا د "ملي امنیت او ولسي خوندیتوب" لپاره ټول ضروري اقدامات کوي.

د نومبر پر ۳۰مه په امریکا کې مېشت یوشمېر افغانان د سپینې ماڼۍ مخ ته ور ټول شوي ول او هلته یې د وژل شوې امریکايي سرتېرې سارا بیکسټروم د درناوي په پار یې شمعې بلې کړې.

هغه کسان چې زیاتره یې د افغان – امریکایي ټولنې غړي ول، په غونډه کې یې د ملي ګارډ پر سرتېرو برید وغنده او ټینګار یې وکړ چې د یو کس عمل د کډوالو د ټولې ټولنې استازیتوب نه کوي او باید هغه یوه پېښه د لسیزو باور، ملګرتیا او ګډه قرباني زیانمنه نه کړي.

XS
SM
MD
LG