د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات خلک د سېلاب پر مهال د ناقصو انتظاماتو پر ضد مظاهره کوي


په سوات کې خلک د سیند پر غاړه ولاړ دي - انځور جون ۲۷ کال ۲۰۲۵ز
په سوات کې خلک د سیند پر غاړه ولاړ دي - انځور جون ۲۷ کال ۲۰۲۵ز

په سوات کې وکیلان، مدني فعالان او د سیاسي ګوندونو استازي هلته د سېلاب پر مهال د ژغورنې د ناسمو انتظاماتو خلاف مظاهره کوي.

د جون پر ۲۸مه په سوات کې دا مظاهرې وروسته له هغې ترسره کېږي چې یوه ورځ وړاندې هلته سېلابونو خلکو ته د سر او مال زیانونه واړول.

د جون پر ۲۷مه د سوات د فضا ګټ په بای پاس سیمه کې ناڅاپه د سېلاب اوبه تېزې شوې ۱و ۱۶ کسان د شګو په یوه ډیري ایسار پاتې شول. د دوی نه چارچاپېره د سېلاو تېزې اوبه بهېدې چې له وجې یې د سیند په مورګو ولاړو کسانو ورسره مرسته نه شوه کولای او نه هم دوی پخپله له اوبو ځانونه ویستی شول. په دغو ۱۶ کسانو کې مېرمنې او ماشومان هم وو.

په سوات کې د ژغورنې ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ د جون پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل چې له هغو ۱۶ کسانو څخه درې ژوندي ویستل شوي او درې تر اوسه هم ورک دي خو د ۱۰ کسانو جسدونه ویستل شوي او کورنیو ته یې سپارل شوي دي.

د سوات ولس، سیاسي او مدني فعالان او د ژوند له هرې طبقې سره تړلي خلک که له یوې خوا په سېلاب کې د خلکو په وژل کېدو خواشیني دي نو بل پلو، په دې هم د غصې او خپګان څرګندونه کوي چې په سېلاب کې د ایسار پاتې کسانو ژوند ولې ونه ژغورلی شو؟

د سوات یو اوسېدونکي شفیع الله مشال راډیو ته وویل چې خلکو وس نه لرلو چې په اوبو کې بند پاتې کسان یې ژغورلي وای او د ژغورنې ادارې کسان چې تر څو رسېدل نو بیا سېلاب هرڅه لاهو کړي ول.

د سوات خلکو د مظاهرې پر مهال د انتظامیې ترڅنګ د خیبر پښتونخوا د وزیراعلا علي امین ګنډه پور خلاف هم شعارونه ورکړل او پوښتنه یې کوله چې حکومت ولې د خلکو ژوند ونه ژغورلی شو؟

د شېر خان په نوم د سوات یو اوسېدونکي مشال راډیو ته وویل: "سوات ته راغلي مېلمانه اوبو یوړل او انتطامیې هېڅ ونه کړای شول، دا ډېره د افسوس وړ خبره ده."

خو بل پلو د سوات د بابوزۍ تحصیل مرستیالې کمیشنرې ډاکټر ندا د جون پر ۲۷مه خبریالانو ته وویل چې ضلعي انتظامیې وار له مخې خلکو ته د سېلاب خبرداری ورکړی وو او په سوات سیند کې یې د بېړیو په چلولو بندیز لګولی وو خو خلکو خپله هم له احتیاطه کار نه دی اخیستی.

په سوات کې د ریسکیو ۱۱۲۲ ویاند وقار خان مشال راډیو ته وویل چې د هغوی د ادارې اته موټرونه او په لسګونه مامورین اغېزمنو شویو خلکو ته مرستې ورکوي او دسوات په بېلابېلو سیمو کې یې لسګونه کسان ژوندي هم راویستلي دي.

د خیبر پښتونخوا حکومت ویلي دي چې په سوات کې د دې خونړۍ پېښې پلټنې کوي او سم له واره یې د سوات ضلعې څلور انتظامي افسران له دندې لرې کړې دي.

د خیبر پښتونخوا چیف سکرتر شهاب علي شاه د جون پر ۲۸مه سوات کې د هغې سېمې دوره وکړه چې تېره ورځ پکې سېلاب خلک وړي ول. هغه هلته خبریالانو ته وویل چې د سوات په سیند کې په هر قسمه کار کولو، د سیند د کاڼو او شګې په راویستلو بندیز هم لګول شوی دی.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG