د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې سېلابونو ۲ ماشومان وژلي او لوی مالي زیان یې اړولی دی


د میدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې وروستي سېلاب د مڼو باغونو ته زیان اړولی - د جولای دویمې انځور.
د میدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې وروستي سېلاب د مڼو باغونو ته زیان اړولی - د جولای دویمې انځور.

د افغانستان د ننګرهار ولایت اوسېدونکي وايي، په سیمه کې تر سختو ورښتونو وروسته سېلابو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي او کورونه، کرنیزې ځمکې او سړکونه یې ړنګ کړي دي.

په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت رسنیز دفتر د جولای پر شپږمه په بیان کې ویلي دي چې سېلابونو په نازیانو، کوز کونړ او بټي کوټ کې دوه ماشومان وژلي او پینځه یې ژوبل کړي دي.

د ولایت اوسېدونکي د طالبانو له حکومت او مرستندویه ادارو له زیانګالو سره د بیړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده.

د ننګرهار د سپین غر ولسوالۍ اوسېدونکي فرید د جولای پر شپږمه مشال راډیو ته وویل، سېلابونو خلکو ته لوی زیان اړولی او د هغوی د کور ۶۰ میټره اوږد دېوال هم نړېدلی چې د بیارغونې وس یې نه لري. "زموږ غوښتنه له مرستندویه ټولنو دا ده چې په دې برخه کې له موږ سره مرسته وکړي."

د سپین غر ولسوالۍ یو بل اوسېدونکي شینواري هم وویل: "سېلابونو ډېری کرنیزې ځمکې او عمومي لارې او واټونه ویجاړ کړي دي. دغه راز د پینځو کورونو چتونه او دېوالونه هم د همدې سېلابونو له کبله نړېدلي دي."

د طالبانو د حکومت د رسنیو دفتر وايي چې د ننګرهار په ګوشته، لالپورې، نازیانو، مومندرې، کامې او بټي کوټ ولسوالیو کې د جولای شپږمې سېلابونو کورونه، کرنیزې ځمکې او محصولات لاهو کړي دي.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د جولای پر اوومه د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د سختو ورښتونو اټکل کړی دی.

وزارت د جولای پر شپږمه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې ویلي چې په ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، کابل، کاپیسا، پنجشېر، پروان، لوګر، غزني، میدان وردګو، پکتیا، خوست او پکتیکا کې له ۱۰ څخه تر ۴۵ ملي میټره پورې د باران امکان دی.

وزارت د ورښتونو له وجې په ځینو ځایونو کې د سېلاب خبرداری هم ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د جون له پایه د جولای تر دویمې پورې په پاکستان کې د ورښتونو پر مهال په بېلابېلو پېښو او سېلابونو کې تر ۶۰ زیات کسان ووژل او ۱۱۷ ژوبل شول.

د هغه هېواد چارواکي وايي چې بارانونو او سېلابونو تر ټولو لوی زیان په خیبر پښتونخوا کې اړولی. د حکومت په وینا، په وژل شویو کې ۲۳ د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي ول چې پکې ۱۰ ماشومان هم شامل دي.

په تېرو کلونو کې په افغانستان او پاکستان کې د ورښتونو پر مهال پېښو او سېلابونو ګڼو خلکو ته مرګژوبله او مالي زیانونه اړولي دي. د طالبانو د حکومتي چارواکو په وینا، د روان کال د فبرورۍ په پای کې د افغانستان په درې ولایتونو کې سختو بارانونو او ږلۍ او سېلابونو ۳۶ کسان ووژل.

پوهان وایي، په افغانستان او پاکستان کې طبیعي ناورینونو لامل د اب و هوا بدلون دی چې له کبله یې اوس بارانونه د ټاکلي وخت پر ځای ناڅاپي کېږي چې کرنیزې ځمکې، کورونه، او د خلکو ژوند ته زیان رسوي.

XS
SM
MD
LG