د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره (اېن ډي اېم اې) وايي، په تېره یوه اونۍ کې په پاکستان د ورښتونو پر مهال په مختلفو پېښو او سېلابونو کې ټول ۶۱ کسان وژل شوي او ۱۱۷ ژوبل دي.
د پاکستان دولتي ټېلېوېژن، د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې او نورو رسنیو د جولای پر دویمه د اېن ډي اېم اې په حواله ویلي دي چې په وژل شویو کې ۲۳ د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي ول چې پکې ۱۰ ماشومان هم شامل دي.
اېن ډي اېم اې وايي، په پنجاب کې له ورښت سره په تړلیو پېښو کې ۱۸، په سیند کې ۱۵ او په بلوچستان کې پینځه تنه وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د هوا پېژندنې ادارې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې د شړکنده بارانونو وړاندوینه کړې ده.
داراز، په خیبر پښتونخوا کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم اې) ویلي دي چې د بارانونو لړۍ به د جولای تر ۱۱مې پورې روانه وه.
اداره وايي، د صوبې په ځینو برخو کې د توپان امکان هم شته او زیاتوي چې په ځینو ځایونو کې د باران له وجې په خوړونو او سیندونو کې د سېلاب خطر دی.
په پېښور کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم اې) ویاند انور شهزاد د جولای پر دویمه مشال راډیو ته وویل، په بارانونو او سېلونو کې ۱۱ کورونه بشپړ ړنګ شوي او ۶۵ ته جزوي زیان رسېدلی دی.
دی زیاتوي چې په راتلونکو ورځو کې د ورښتونو له وجې د کمرونو نړېدو او سېلابونو خطر دی نو خلک دې پوره احتیاط وکړي او بې له ضرورته دې د سیندونو غاړو یا غرییزو سیمو ته نه ځي.
تېر کال هم په خیبر پښتونخوا او افغانستان کې بې وخته بارانونو خلکو ته سخت مالي او ځاني تاوانونه اړولي ول.
پوهان وایي، په افغانستان او پاکستان کې د طبیعي ناورینونو لامل د اب و هوا بدلون دی چې له کبله یې اوس بارانونه د ټاکلي وخت پر ځای ناڅاپي کېږي چې کرنیزې ځمکې، کورونه، او د خلکو ژوند ته زیان رسوي.