د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېمل ولي خان: ریاست دې د ترهګرۍ ضد قامي تګلاره بشپړه عملي کړي


اېمل ولي خان: ریاست دې د ترهګرۍ ضد قامي تګلاره بشپړه عملي کړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:53 0:00

د عوامي نیشنل ګوند مشر اېمل ولي خان پر پاکستاني ریاست غږ کړی دی چې د ترهګرۍ پر وړاندې دې قامي تګلاره (نیشنل اېکشن پلان) په بشپړ ډول عملي کړي. هغه د فبرورۍ پر څلورمه نېټه د خیبر پښتونخوا په کرک کې د عدم تشدد د فلسفې لاروي باچا خان د ۳۷م او د ګوند د پخواني مشر عبدالولي خان د ۱۹م تلین په مناسبت ولسي غونډې ته په وینا کې وویل چې ګوند یې له وسلوالو سره د خبرو او د پراخو پوځي عملیاتو مخالفت کوي. د پاکستان حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کوي چې امنیت او د ترهګرۍ پر وړاندې د ملي تګلارې عملي کولو ته ژمن دي او د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکوي. د ۲۰۱۴ز کال د ډېسېمبر په نیمايي کې د پېښور پر ارمي پبلک سکول تر وسلوال برید وروسته د ۲۰۱۵ز په پیل کې د ترهګرۍ پرضد قامي تګلاره اعلان کړې وه چې پکې د وسلوالو ډلو پرضد د پراخو عملیاتو، د سختدریځه افکارو د خپرېدو پرضد د اقداماتو او د پوځي عدالتونو جوړولو په څېر نکتې شاملې وې. خو په هغه هېواد کې بېلابېلو ګوندونو او پوهانو په بیا بیا انتقاد کړی دی چې د ترهګرۍ ضد تګلاره په بشپړ او سم ډول نه ده عملي شوې چې له وجې یې ناامني زیاته شوې ده. د عوامي نیشنل ګوند د جلسې په اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.

XS
SM
MD
LG