د خیبر د تیرا میدان او باړې خلکو پر امنیتي ځواکونو نیوکه کړې چې د وسلوالو مخه نه شي نیولای.
د فبرورۍ پر پینځمه خلکو په هغو سیمو کې د احتجاج پر مهال وویل چې حکومت د سړي تښتوونکیو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.
دوی وویل، د زرګونو امنیتي سرتېرو په موجودګۍ کې سلګونه وسلوال خلک برمته کوي او وژني یې.
دا احتجاجونه تر هغې وروسته شوي دي چې د جنورۍ پر ۳۰مه وسلوالو د تیرا د سوداګرو د اتحادیې مشر شېر محمد اپرېدی او د هغه د تره زوی ابرار اپرېدی وتښتول او د فبرورۍ پر څلورمه یې مړي وموندل شول.
د هغوی د تښتونې او وژنې ذمه واري چا نه وه منلې.
د باړې په بازار کې د مظاهرې یو ګډونوال عبدالواحد اپرېدي مشال راډیو ته وویل، "زموږ د معلوماتو له مخې، په تیرا کې شاوخوا ۳۰۰ [وسلوال] موجود دي او هلته په زرګونو شمېر کې امنیتي سرتېري موجود دي خو د دې باوجود هم خلک تښتول کېږي او وژل کېږي."
هغه تور پورې کړ چې امنیتي ځواکونه د وسلوالو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.
مشال راډیو په خپلواک ډول په سیمه کې د موجودو وسلوالو د شمېر په اړه د اپرېدي څرګندونې نه شي تاییدولای او حکومت هم په دې اړه ارقام نه دي ورکړي.
په عین حال کې د خیبر ضلعې پولیسو د فبرورۍ پر پینځمه مشال راډیو ته ویلي چې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګه کاونټر ټېررېزم ډېپارټمنټ یا سي ټي ډي) د شېر محمد اپرېدي او د هغه د تره زوی د تښتونې او وژنې پلټنې کوي.
په تیرا میدان کې په تېرو څه باندې دوو کلونو کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او لشکر اسلام وسلوال بیا راښکاره شوي او خپل فعالیتونه یې پیل کړي دي.
خو د پاکستان پوځ په وروستیو کې ادعا کړې چې په تیرا کې یې د وسلوالو پر ضد موثر عملیات کړي دي.