د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نصیر کوکیخېل وکیل وايي عدالت یې په ۷ مقدمو ضمانتونه منلي، ۵ کې لا پاتې دي

تازه شو

د خيبر ولسي مشر او د پښتون قامي جرګې غړی ملک نصير احمد کوکيخېل د یوې ولسې غونډې پر مهال ـ انځور له ارشيفه
د خيبر ولسي مشر او د پښتون قامي جرګې غړی ملک نصير احمد کوکيخېل د یوې ولسې غونډې پر مهال ـ انځور له ارشيفه

د خيبر د ولسي مشر او پښتون قامي جرګې غړي ملک نصیر احمد کوکيخېل مدافع وکيل وايي چې عدالت د هغه د موکل پرضد په درج شويو اووه مقدمو کې يې ضمانتونه منظور کړي او په پينځو نورو کې لا پاتې دي چې نوموړی يې د ترلاسه کولو هڅه کوي.

شاه محمد د فبرورۍ پر څلورمه مشال راډيو ته وويل چې د ملک نصير کوکيخېل پرضد د خيبر پښتونخوا د بېلا بېلو ضلعو ترڅنګ د بلوچستان په خضدار کې هم مقدمه جوړه شوې ده.

هغه زياته کړه چې په يو درخواست کې يې له پېښور های کورټ څخه غوښتي چې پر موکل يې د يوې واقعې یا پېښې لپاره تر يوې زياتې مقدمې بايد ختم کړي.

بلخوا د کوکيخېلو د قامي کمېټۍ مشر ملک برکت اپرېدي د فبرورۍ پر څلورمه مشال راډيو ته وويل، پلان لري چې د فبرورۍ پر نهمه په جمرود کې په يوه احتجاجي غونډه کې د ملک نصير کوکيخېل د خوشې کولو لپاره غږ پورته کړي.

د خيبر پوليسو ملک نصير کوکيخېل د ۲۰۲۴ز د ډېسېمبر پر ۲۴مه د جمرود په شاکڅ کې د لېويزو له دفتره ګرفتار کړی وو.

پر هغه تور دی چې د ۲۰۲۴ز په اګست کې يې د تيرا راجګال کډوالو په احتجاجي پرلت کې د رياست ضد ويناوې کړې وې او وروسته يې د همهغه کال په اکتوبر مياشت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په کوربه توب د وربلل شوې پښتون قامي جرګې لپاره په جمرود کې د کوکيخېلو مشترکه ځمکه ورکړې وه.

خو ملک نصير کوکيخېل ويلي دي چې د تيرا د کډوالو او په ټوله کې د پښتنو پر سيمو يې د امن او د هغوی د حقونو لپاره د سوله ييز غږ پورته کولو خپل قانوني او اييني حق کارولی دی او له هر ډول تشدد او تاوتريخوالي څخه يې ډډه کړې ده.

XS
SM
MD
LG