د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: د امریکا د استازو جرګې پرېکړه لیک د اسلام اباد او واشنګټن د تعلقاتو لپاره تعمیري نه دی


د امریکا د استازو د جرګې د غونډې یو پخوانی انځور.
د امریکا د استازو د جرګې د غونډې یو پخوانی انځور.

پاکستان ويلي چې د امريکا استازو جرګې له خوا په هغه هېواد کې د جمهوریت په ملاتړ منظور شوی پرېکړه ليک (قرارداد) د دواړو هېوادو د تعلقاتو لپاره نه عينی یا بامقصده او نه هم رغنده (تعميري) دی.

د استازو جرګې د جون پر ۲۵مه نېټه په "پاکستان کې د جمهوریت او بشري حقونو ملاتړ" تر سرلیک لاندې په منظور کړي پرېکړه ليک کې پر ولسمشر جو بایډن غږ کړی وو چې له پاکستان سره دې د ولسواکۍ، بشري حقونو او د قانون د واکمنۍ په پر ځای کولو کې ګډه همکاري وکړي.

د دې په غبرګون کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د جون پر ۲۶مه پر خپله ووبپاڼه په بیان کې ليکلي چې اسلام اباد باور لري چې د هغه قرارداد وخت او پس منظر د دواړو هېوادونو د مثبتو اړيکو له محرکاتو سره سمون نه خوري او دا د پاکستان د سياسي حالاتو او انتخاباتي عمل په اړه د نیمګړې پوهې نتيجه ده.

بیان کاږي چې اسلام اباد د دوه اړخيزه احترام او پوهاوي پر اساس پر تعمیری خبرو اترو او بوختیا باور لري او دا ډول پرېکړه ليک نه بامقصده او نه هم رغنده دی.

د استازو جرګې ۳۶۸ غړو د پرېکړه لیک په حق او اووه تنو یې په مخالفت کې رایه ورکړه.

په قرارداد کې د رڼو او عادلانه انتخاباتو پر ارزښت ټينګار شوی دی او پکې غوښتنه شوې چې په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه په شویو عامو انتخاباتو کې دې د بې قاعدګیو یا مداخلې د دعوو خپلواکه پلټنې دې وشي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویلي دي چې تمه لري چې د امريکا کانګرس به د اسلام اباد او واشنګټن د تعلقاتو په پیاوړتيا کې د يو ملاتړي رول ولوبوي او د ګډې همکارۍ هغو لارو ته به توجه ورکړي چې ګټه يې دواړو هېوادونو او ولسونو ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې له واکمن مسلم ليګ (ن) پرته د پاکستان زیاتره ګوندنونو تور پورې کوي چې د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې درغلي شوې وه.

خو د پاکستان انتخاباتي کمېشن او پخواني لنډمهالي حکومت دا تور رد کړی وو او په بیا بیا یې ټینګار کړی وو چې انتخابات په بشپړ ډول راڼه او منصفانه ول.

په همدې حال کې امریکا ویلي دي چې د پاکستان حکومت دې د خلکو د بیان ازادۍ، سوله ییزو جلسو، مذهبي لږکیو او د ښځو د حقونو درناوی وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتیو مېلر د جون پر ۲۶مه په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې د جمهوریت د ودې لپاره اړینه ده چې په پاکستان کې خلک له بشري او اییني حقونو برخمن ژوند وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تحریک انصاف مشران تور پورې کوي چې د مسلم لیګ (ن) په مشرۍ وفاقي اېتلافي حکومت یې سیاسي ازادي اخلي او سیاستوالان یې بندي کوي.

په قامي اسمبلۍ کې د مخالفه ګوندونو مشر او د تحریک انصاف مخکښ سیاستوال د جون پر ۲۶مه د خبرو پر وخت وویل چې پر ټېلېوېژن چینلونو یې ان د مشر عمران خان تصویر هم نه ښوول کېږي.

هغه زیاته کړه چې کله یې هم غړي مظاهرې یا جلسې کوي، پولیس یې نیسي او داراز، منتخبو غړو ته یې په پارلېمان کې د خبرو کمې موقعې ورکول کېږي.

خو د پاکستان حکومت دا نه مني. د اطلاعاتي او خپرونو چارو وفاقي وزیر عطا الله تارړ د جون پر ۲۶مه په خبري غونډه کې ويلي ول چې پر تحریک انصاف پابندي نه شته البته هېچا ته به د ګډوډۍ جوړولو اجازه نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG