د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپریم کورټ د انتخاباتو د لغوه کولو خواست رد کړی دی


په اسلام اباد کې د سپریم کورټ ودانۍ پخوانی انځور.
په اسلام اباد کې د سپریم کورټ ودانۍ پخوانی انځور.

د پاکستان سپريم کورټ (سترې محکمې) د فبرورۍ اتمې عامو انتخاباتو د لغوه په اړه دایر شوی درخواست رد کړی دی.

هغه غوښتنلیک د علي محمد نوم کس درج کړی وو چې پکې په ټاکنو کې د مبینه درغليو د پلټنو او له سره د انتخاباتو کولو غوښتنه شوې وه.

د چيف جسټس قاضي فايز عیسا په مشرۍ درې کسيزه جرګګۍ د فبرورۍ پر ۲۱مه اورېدنه وکړه چې ورته درخواست ورکوونکی حاضر نه شو او هم پر دې اساس یې د هغه غوښتنليک رد کړ.

جرګګۍ عدالت ته د نه حاضرېدو له وجې علي محمد پینځه لکه روپۍ جرمانه هم کړ او و یې ویل چې سپريم کورټ د نوموړي برېښلیک (ایمېل) ترلاسه کړی دی چې پکې هغه ویلي دي چې اوسمهال له هېواده بهر دی.

په پاکستان کې تحريک انصاف، د بلوچستان د څلورو ګوندونو اتحاد، جمعیت علمای اسلام (ف)، پښتونخوا نیشنل عوامي پارټۍ، عوامي نیشنل ګوند او په سيند کې ګرینډ ډېموکریټېک الاینس (جي ډي اې یا لوی جمهوري اتحاد) تور پورې کوي چې په انتخاباتو کې درغلي شوې ده.

خو د پاکستان انتخاباتي کمېشن او نګران حکومت په بیا بیا ويلي دي چې د فبرورۍ اتمې عام انتخابات بشپړ راڼه او منصفانه ول. له دې پرته د بلوچستان لنډمهالی حکومت وايي، های کورټ د درغلیو د تورونو جاج اخیستو لپاره جرګګۍ جوړه کړې ده او هر څوک چې شکایت لري، هلته دې ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG