د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه وايي روان کال تر ۲.۳ مېلیونه زیات افغانان هېواد ته ستانه شوي دي


له پاکستانه ستنه شوې افغانه ماشومه په ننګرهار کې د کډوالو په کیمپ کې له خپلې خیمې سره ولاړه ده - انځور له ارشیفه.
له پاکستانه ستنه شوې افغانه ماشومه په ننګرهار کې د کډوالو په کیمپ کې له خپلې خیمې سره ولاړه ده - انځور له ارشیفه.

ملګري ملتونه وايي، په ۲۰۲۵ز کال کې تر ۲.۳ مېلیونه زیات افغانان هېواد ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د پرمختیايي چارو ادارې (یو اېن ډي پي) د نومبر پر ۱۲مه په خپل رپورټ کې ویلي، اکثره ستانه شوي خلک پیسې، سرپناه، کار او اسناد نه لري.

د راپور له مخې، له دې امله نه یوازې هغه کډوال له ستونزو سره مخامخ دي بلکې پر هغوی او کوربنو خپلوانو یې هم فشار زیات شوی دی چې وار له مخه په یو خراب اقتصاد لرونکي افغانستان کې اوسي.

د یو اېن ډي پي راپور د خپلې یوې سروې یا نظرپوښتنې پر اساس وايي، ډېری افغان کډوالو له پاکستان او ایرانه له ځان سره ګڼ مسلکونه وروړي خو په خپلو پښو درېدو لپاره د نړیوالو ملاتړ ته اړتیا لري.

راپور وړاندې کاږي چې د "۲۰۲۳ز کال له سېپټېمبر راهیسې افغانستان ته تر ۴.۵ مېلیونه زیات وګړي ورستانه شوي" چې ورسره د هغه هېواد "ابادي ۱۰ سلنه زیاته" شوې او د نفوسو د زیاتېدو دا بهیر "په ۲۰۲۵ز کال کې نور چټک" شو.

د ادارې په خبره، دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د هېواد اقتصاد خورا خراب شو، "د کلونو د شخړو او جګړو" له وجې د "ټولنیزو او اقتصادي ادارو وړتیاوې کمزورې" دي، له هېواد سره "مرستې کمې شوې" دي او له اقلیمي بدلون سره تړلو "تکراري" پېښو لویې ننګونې زېږولې دي.

یو اېن ډي پي دا څرګندونې تر هغې څو ورځې وروسته کړې دي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) په وروستیو کې وویل، په زور هېواد ته په لېږدول شویو افغانانو کې یې زیاتره له مناسبې مرستې او سرپناه بې برخې دي.

د هغې ادارې مشر فېلېپو ګراندې د نومبر پر اوومه د ملګرو ملتونو عمومي جرګې ته په وینا کې وویل، هغه کډوال داسې چاپېریال ته ستنېږي چې پکې "په پراخ کچ د بشري او په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو سرغړونې او توپیري چلند روان دی."

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان او ایران له ۲۰۲۳ز کال راهیسې د افغانانو ایستلو ته زور ورکړی دی.

شاکر: پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزې بې سارې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:18:12 0:00

د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو او مرستندویه چارو نړیوالو سازمانونو تر دې مخکې هم په بیا بیا پر پاکستان او ایران غږ کړی دی چې د افغانانو له جبري اخراجه دې ډډه وکړي.

داراز، د طالبانو حکومت هم له دواړو هېوادونو غوښتي دي چې افغانان دې په تدریجي ډول خپل هېواد ته ولېږدوي.

تهران او اسلام اباد د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو ادارو پر اندېښنو او د طالبانو د حکومت پر غوښتنو سربېره د افغانانو ایستلو ته دوام ورکړی دی او دا کار د خپل ملي امنیت په ګټه بولي.

پاکستان د روان کال د اګست په پیل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) د مهاجرت کارډ (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) لرونکو ته د میاشتې تر پای پورې د هېواد پرېښودو سپارښتنه وکړه. تر دې وروسته حکومت د سېپټېمبر له لومړۍ څخه د هغوی د ستنولو بهیر پیل کړ.

یو اېن اېچ سي ار وايي، په پاکستان کې څه باندې ۱،۳۰۰،۰۰۰ افغانان پي او ار کارډرونه لري.

داراز، له سږني اپرېل راهیسې له پاکستانه د بې اسناده او د افغان تابعیت (سېټېزن) کارډ لرونکو هېواد ته د لېږدولو دویم پړاو هم دوام لري. د پاکستان حکومت او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، په هغه هېواد کې شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ کسانو د افغان تابعيت (سېټېزن) کارډونه لرل. هغه کارډونه د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) په ۲۰۱۷ز او ۲۰۱۸ز کلونو کې افغانانو ته ورکړي ول.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او ورستنېدونکو چارو وزارت سږ کال د جولای په پیل کې وویل، ایران، پاکستان او ترکیې څه باندې دوه مېلیونه افغانان هېواد ته ستانه کړي دي.

اړوند

XS
SM
MD
LG