د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملا بردار افغان سوداګرو ته ویلي د پاکستان پر ځای دې پر بدیلو لارو تجارت وکړي


په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په کابل کې يوې غونډې ته وينا کوي ـ انځور له ارشيفه
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په کابل کې يوې غونډې ته وينا کوي ـ انځور له ارشيفه

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له افغان سوداګرو غوښتنه کړې ده چې د پاکستان پر ځای دې پر بدیلو لارو د تجارت لارې وسنجوي.

نوموړي نن (د نومبر پر ۱۲مه) په کابل کې د افغان سوداګرو او صنعتکارانو یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې د پاکستان تجارتي لارو افغان سوداګر زیانمن کړي او عام ولس یې له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

ملا برادر دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د افغان طالبانو او د پاکستان د حکومت د اړیکو تر خرابېدو او پر یو بل تر وروستیو بریدونو وروسته پاکستان له افغانستان سره خپلې تجارتي لارې له شاوخوا يوې مياشتې راهیسې تړلې دي.

هغه سوداګرو ته خبرداری ورکړ او ویې ویل، که تر دې خبرتیا وروسته هم سوداګر د پاکستان له لارې مالونه واردوي او یا یې صادروي، د ستونزو د رامينځته کېدو په صورت کې به یې د دوی حکومت غم ونه خوري.

نوموړي هغو افغان سوداګرو ته، چې په پاکستان کې یې تجارتي تړونونه کړې دي، درې میاشتې وخت ورکړ چې خپل حسابونه پاک کړي.

ملا برادر پاکستان تورن کړ چې له تجارتي مواردو سیاسي استفاده کوي او دا د دې سبب شوی چې د دواړو هېوادونو سوداګرو ته زیان واوړي، نو د هغه په وينا، له همدې امله یې له پاکستان سره د تجارتي لارو د بندېدو پرېکړه کړې ده.

برادر زياته کړه، له پاکستان سره به تجارتي لارې تر هغه وروسته خلاصېږي چې اسلام اباد دا تضمین ورکړي چې په هېڅ ډول حالاتو او شرایطو کې به بیا دا لارې نه بندوي.

سلګونه مال وړونکې لارۍ لا هم د تورخم دروازې خلاصېدو په تمه دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:02 0:00

پاکستان د ملا برادر د تازه څرګندونو په اړه تر دې مهاله څه نه دي ویلي. البته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اکتوبر پر ۲۴مه په یو بیان کې ویلي ول چې له افغانستان سره به تجارتي لارې تړلې وي. د وزارت په وينا، د خپل يو وګړي ژوند ورته تر تجارت زیات مهم دی.

د پاکستان او افغانستان تر مینځ د کړکېچنو حالاتو په نتیجه کې د دواړو هېوادونو ترمینځ د تګ راتګ لارې د اکتوبر له ۱۲مې راهیسې تړلې پرتې دي. پر دې لارو نه يوازې د دواړو خواوو ولسونو تګ راتګ کاوه بلکې دا د دوه اړخيزې سوداګرۍ او روزګار یوه لويه ذریعه هم ده.

د ډيورنډ کرښې دواړو خواوو ته پراته اوسېدونکي اندېښنه لري چې وار له مخه دوه اړخیزې سوداګرۍ ته ډېر تاوان رسېدلی دی او که دغه لارې هم داسې بندې پاتې وي، نو کاروباریانو ته به ډېر مالي زيانونه ورسېږي.

پر دې سربېره د پاکستان او افغانستان لارۍ چلوونکو د تړلو لارو د خلاصېدو لپاره وخت په وخت احتجاجونه هم کړي دي.


XS
SM
MD
LG