د هند تر واک لاندې د جمو او کشمیر پولیس وايي د پولیسو په یوه مرکز کې چاودنې لږ تر لږه نهه کسان وژلي دي.
د پولیسو یو ځايي مشر نالین پرابات د نومبر پر ۱۵مه رسنیو ته وویل چې دا برید تېر ماښام د نوګام پولیسو په مرکز کې ترسره شوی دی. نوموړی وايي، چاودنه "تصادفي" وه، او "په اړه یې نور اټکلونه غیر ضروري دي."
نوموړي ویلي د پولیسو په مرکز کې چاودنه د هغو مهماتو د چاودېدو له امله شوې ده چې پولیسو مخکې نیولي ول. د نالین پرابات په وینا، په چاودنه کې ۲۷ پوليس سرتيري او درې عام وګړي ژوبل شوي هم دي.
دا له هغه څلور ورځې وروسته ده چې د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې د موټر په یوه خونړۍ چاودنه کې لږترلږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ژوبل شوي وو او حکومت هغه د ترهګرۍ پیښه بللې وه.
د هند حکومت هغه مهال ویلي وو چې د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.