چارواکي وايي، په شمالي وزیرستان کې یې د اپرېل له ۲۷مې څخه تر نامعلوم وخته ګرځبندیز (کرفیو) لګولی دی.
انتظامي او پوځي چارواکو د مشال راډیو په ګډون نورو رسنیو ته ویلي دي چې کرفیو د یکشنبې (اتوار) له سهار شپږو بجو لګېدلې چې پر مهال یې ټول سړکونه او بازارونه تړلي دي.
هغوی له خلکو غوښتنه کړې ده چې د ګرځبندیز پر مهال دې بازارونو ته له تګه ډډه وکړي.
انتظامیې د مارچ پر لومړۍ نېټه په میرلي کې پر پوځي کاروان تر ځانمرګي برید وروسته څو ځلې په ټول شمالي وزیرستان یا د ضلعو په ځینو برخو کې کرفیو لګولې ده چې ځايي وګړو یې مخالفت کړی دی او وايي چې ګرځبندیز یې ورځنی ژوند او کاروبار اغېزمنوي.
خو چارواکي وايي چې د ګرځبندیز موخه د پوځي قافلو خوندیتوب باوري کول دي.
د شمالي وزیرستان په ګاونډي جنوبي وزیرستان کې هم خلکو، ولسي مشرانو او فعالانو په تېرو میاشتو کې د ګرځبندیز مخالفت کړی دی. د اپرېل پر ۱۰مه او تر دې مخکې پر څلورمه نېټه د مسیدو مشرانو په جرګه کې له حکومته وغوښتل چې هلته دې نور ګرځبندیز نه لګوي.
په مارچ کې چارواکو څو ځلې د شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان او ټانک په یوشمېر سیمو کې ګرځبندیز ولګاوه.
د شمالي او جنوبي وزیرستانونو او ټانک اوسېدونکو تېره میاشت مشال راډیو ته ویلي ول چې ګرځبندیز یې مشکلات زیات کړي دي او حکومت دې د امنیت لپاره نور اقدامات وکړي.
په خیبر پښتونخوا کې له څه باندې درو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې ده او د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون یوشمېر ډلې پر پولیسو او امنیتي سرتېرو حملې کوي.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز د اپرېل پر لومړۍ نېټه په خپل میاشتني رپورټ کې وویل چې د روان کال په مارچ کې په هېواد کې وسلوال بریدونه په کمساري ډول زیات شول. هغه مرکز وايي، د ۲۰۱۴ز کال له نومبر راهیسې په لومړي ځل د سږني کال په مارچ کې د بریدونو شمېر تر ۱۰۰ لوړ وو.
د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز وايي چې امنیتي ځواکونو هم مارچ کې خپل عملیات سخت کړل چې پکې ۸۳ مشکوک وسلوال، ۱۳ سرتېري او ۱۱ ولسي وګړي ووژل شول.
د پاکستان حکومت وايي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دی. ولسمشر اصف علي زرداري د مارچ پر ۲۳مه په اسلام اباد کې یوې غونډې ته وویل چې "ملت او امنیتي ادارې د ترهګرۍ پرضد "یو موټی" دي او وسلوالې ډلې خپلو "شومو موخو" ته رسېدو ته نه پرېږدي.