د جنوبي وزیرستان درې مسید جرګې ويلي چې نور په سیمه کې پوځي عملیات او ګرځبنديز (کرفيو) نه مني.
د اپرېل پر ۱۰مه په کوټکي کې راغونډو شويو مشرانو او عام ولس غوښتنه وکړه چې په وروستيو کې دې د هغوی په سيمه کې زيات شوي ګرځبنديزونه او پوځي عملياتو ودرول شي.
د درې مسيد جرګې یو مشر ملک سعید انور مشال راډيو ته وویل چې په هغه جرګه کې د جنوبي وزیرستان د بېلا بېلو سیمو مشرانو برخه اخیستې وه.
نوموړي زیاته کړه چې هغوی ته په پوځي عملیاتو کې ډېر تاوان رسېدلی دی او نور دغه تاوانونه نه شي لیدلی.
نوموړي زياته کړه "دا خلک له تېرو ۱۰، ۱۲ کلونو راهيسې د پوځي عملياتو او ناامنيو ښکار دي. دلته مختلف قسم حالات تېر شول. اوس بيا هغه حالات دي، کوم چې له ۲۰۰۹ز مخکې ول. موږ تېر عمليات کتلي دي او د هغو اذيتونه او تاوانونه مو کتلي دي. چې زموږ مېنې ړنګې شوې، زموږ بچيان تباه شول. زموږ سکولونه، مدرسې، دوکانونه او انفراسټرکچر (بېخبنا) تباه شول."
د درې مسید جرګې یو بل مشر اېډوکېت شېرپاو مسید وویل چې پخوا په سیمه کې پوځي عملیات شوي دي خو بیا هم د ناامنۍ پېښې دوام لري.
تر دې وړاندې، د اپرېل په لومړيو کې هم د جنوبي وزیرستان په مکین کې د مسیدو مشرانو او سوداګرو د امن لپاره جرګه وکړه او له حکومته یې وغوښتل چې هلته دې نور ګرځبندیز نه لګوي.
په مارچ کې چارواکو څو ځلې د شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان او ټانک په یوشمېر سیمو کې ګرځبندیز ولګاوه.
د شمالي او جنوبي وزیرستانونو او ټانک اوسېدونکو تېره میاشت مشال راډیو ته ویلي ول چې ګرځبندیز یې مشکلات زیات کړي دي او حکومت دې د امنیت لپاره نور اقدامات وکړي.
د جنوبي وزیرستان چارواکي وايي، کرفیو یا ګرځبندیز د پوځي قافلو د تګ راتګ پر مهال د امنیت په موخه لګوي.
د درې مسیدو جرګې د څرګندونو په اړه پوځ او امنیتي چارواکو لا څه نه دي ویلې، البته یو پوځي افسر څو ورځې مخکې مشال راډیو ته ویلي ول چې امنیتي ځواکونو په سیمه کې د وسلوالو پرضد عملیات زیات کړي دي چې پر مهال یې د ولسي وګړو خوندیتوب ته پوره پام کوي.
په تېرو وختونو کې هم د عملیاتو پر مهال ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده او د بېلابېلو ضلعو خلکو ګیله کړې چې امنیتي ځواکونه یې د لټون عملیاتو پر مهال ځوروي.