د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: پاکستان دې له خطر سره مخامخ افغانان نه باسي


افغان ښځې په اسلام اباد کې د یو اېن اېچ سي ار دفتر مخې ته جمع شوي دي ـ پخوانی انځور.
افغان ښځې په اسلام اباد کې د یو اېن اېچ سي ار دفتر مخې ته جمع شوي دي ـ پخوانی انځور.

ملګري ملتونه وايي د پاکستان حکومت بايد هغه افغانان، افغانستان ته ستانه نه کړي چې ژوند ته یې خطر دی.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادرې (يو اېن اېچ سي ار) ویاند قیصر خان اپرېدي د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل چې د پاکستان حکومت له هغې پرېکړې خبر دی چې له مخې یې په اسلام اباد او راولپېنډۍ کې افغانان نیول کېږي، د هېواد نورو برخو ته لېږدول کېږي او بیا به یې افغانستان ته ستنوي.

د اپرېدي په وینا، له هغو افغانانو څخه یې ځینې داسې دي چې په افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخامخ دی نو ځکه بايد وژغورل شي.

د پاکستان حکومت د جنورۍ پر ۲۷مه په يوه پرېکړه کې، چې متن یې مشال راډيو هم ترلاسه کړی، ويلي چې د امنيت ساتلو لپاره به په راولپېنډۍ او اسلام اباد کې افغان کډوال نه پرېږدي.

یو اېن اېچ سي ار تر دې وروسته د فبرورۍ پر لومړۍ په یو بیان کې وویل چې ملګري ملتونه او د کډوالو نړیوال سازمان (ای او اېم) خبر دي چې حکومت درېیم هېواد ته د تګ په انتظار په اسلام‌اباد او راولپېنډۍ کې مېشتو افغانانو ته ویلي چې د مارچ تر ۳۱مې پورې له هغو ښارونو وځي او که دا لارښوونه عملي نه کړي، نو ښايي ونیول شي او بېرته افغانستان ته واستول شي.

په بیان کې راغلي چې یو اېن اېچ سي او د کډوالو نړیوال سازمان د پاکستان حکومت پرېکړې خواشیني کړي دي.

بیان وايي چې ملګري ملتونه ژمن دي چې په پاکستان کې د مېشتو افغانانو د حقونو دفاع ته دوام ورکړي.

پاکستان ته د افغان کډوالو د ورتګ لړۍ په ۱۹۸۰ز کال کې پيل شوه خو وروسته د کورنیو جګړو پر مهال هم هغه هېواد ته لکونه کډوال ورغلل. البته د پاکستانیو چارواکو په وينا، شاوخوا ۶۰۰،۰۰۰ افغانان د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستان ته تللي دي.

په هغو کې ګڼ هغه افغانان هم دي چې امریکا، او اروپایي او نورو هېوادونو ته د کډوالۍ په انتظار په اسلام اباد او راولپېنډۍ کې مېشت دي.

د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې د پاکستان د هغه وخت لنډمهاله حکومت بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې په خپله خوښه د وتلو ویلي ول. د هغه کال د نومبر له لومړۍ راهیسې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو په زور د ایستلو بهیر پیل شوی او د حکومت په وينا له ۸۰۰،۰۰۰ زيات افغانان يې خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ادعا کوي چې اوس هم تر درې میلیونه پورې افغانان په پاکستان کې پراته دي.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG