د تورخم دروازې د پرانیستو په اړه د ډیورنډ کرښې د دواړو غاړو استازو په دويمه جرګه کې "ولسي هوکړه" کړې او په دريوو ټکو سلا شوي دي.
د پاکستانۍ غاړې د جرګې يو غړي او د خیبر چيمبر اف کامرس استازي حضرت علي شينواري د مارچ پر ۱۷مه د افغانستان خوا ته د شوې غونډې وروسته مشال راډيو ته وويل چې مثبت مذاکرات وشول. هغه زیاته کړه چې دواړه غاړې په دريوو خبرو سلا شول او اوس به حکومتونو په خپلو کې خبرې کوي.
شينواري وويل: "هغه درې ټکي دا وو. د افغانستان جرګه به په تورخم کې د طالبانو د حکومت پر کمیسار فشار اچوي چې د پاکستان په خوا کې د امنيتي ادارې له مشر سره خبرې وکړي. د پاکستان جرګه به په تورخم کې پر مسول کمانډر فشار اچوي چې کمېسار سره خبرې پيل کړي. دويمه خبره دا وه چې د افغانستان جرګه به د طالبانو حکومت قانع کوي چې په لانجمنه سیمه کې به پر مورچو کار ودروي. درېيمه خبره دا وه چې د پاکستان جرګه به د پاکستان له ځايي امنيتي ځواکونو ډاډ ترلاسه کوي چې جنګ به نه کوي."
خو نوموړي زیاته کړه چې دا ولسي جرګه وه چې يو بنیاد يې کېښود چې د تورخم دروازې سمدستي خلاصېدو ته لار برابروي. د شينواري په وينا وروسته به د دواړو هېوادونو چارواکي مذاکرات کوي او هیله ده چې په دايمي ډول د تورخم د لارې خلاصېدل یقیني کړي.
د پاکستانۍ جرګې يو بل غړي، شاه خالد شينواري مشال راډيو ته وويل چې مشران سلا شول چې د پاکستان او افغانستان پر چارواکو د اوربند لپاره زور راوړي. تر اوسه د افغان لوري جرګې په دې اړه څه نه دي ويلي.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو امر مولوي صدیق الله قریشي، دولتي اژانس، ته ویلي، چې هغه دواړې خواوې به د لارې پرانیستو په اړه خپلې طرحې حکومتي مشرانو ته د سلا مشورو په موخه وړاندې کوي، چې ترې وروسته به د لارې خلاصون په اړه د حکومتونو په کچه پرېکړه کیږي.
د پاکستان امنيتي ځواکونو د تورخم دروازه د فبرورۍ پر ۲۱مه تر هغه وروسته وتړله چې په وينا یې، طالبانو په ممنوعه سیمو کې پوستې جوړولې. خو په افغانستان کې د طالبانو حکومتي چارواکو ويلي چې هغوی په خپله خاوره کې سنګرونه جوړول او پاکستان بې جوازه دروازه تړلې ده.
د لارې بندېدو له امله که يو خوا عام مساپر او ناروغان له کړاو سره مخامخ شوي، نو بلخوا په تورخم ټرمینل کې افغانستان ته مال لېږدوونکي سلګونه ګاډي ولاړ دي او ډرېوران یې وايي چې له یو لړ مشکلاتو سره مخامخ دي. هغوی له مشال راډیو سره په خبرو کې د پاکستان او د طالبانو له حکومتونو غوښتنه کړې چې ژر دې لاره پرانیزي چې سوداګري بحاله شي او مساپر خپلو کورونو ته ستانه شي.
دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو او پاکستان حکومتي ځواکونو د کړکېچ له امله تورخم بندېږي. په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هغه دروازه څو ځلې تړل شوې ده. د پاکستان او افغانستان له ۱۸ نښلوونکو لارو څخه تورخم د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تګ راتګ او تجارت تر ټولو لویه لاره ده چې هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ مال وړونکي ګاډي ورباندې تېرېږي. هغه لاره د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هېوادونه هم له یو بل سره نښلوي.