د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو د څار اداره: د طالبانو سپکونکې واکمنۍ کې د حقونه تروړل دوام لري او اقتصاد خراب شوی


 په کابل کې د یوې مظاهرې په مهال طالبانو پر احتجاج کوونکو ټوپک نيولی - انځور له ارشیفه
په کابل کې د یوې مظاهرې په مهال طالبانو پر احتجاج کوونکو ټوپک نيولی - انځور له ارشیفه

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې، هيومن رایټس واچ، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د درېيمې کلیزې په درشل کې ويلي چې د دغې ډلې په واکمنۍ کې دغه هېواد له ګڼو بحرانونو سره مخ دی.

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې (هيومن رایټس واچ) د اګست پر ۱۲مه، په يوه اعلاميه کې ويلي چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې د واک له ترلاسه کولو راهیسې د ښځو د حقونو په برخه کې د نړۍ تر ټولو جدي بحران رامنځته کړی دی. دې ادارې زیاته کړې چې افغانستان همدارنګه د نړۍ له بدترینو بشري ناورینونو سره مخ دی او په زرګونو افغانانو لویدیځو هیوادونو ته په کډه کولو مجبوره شوي دي.

د ښځو پر وړاندې د توپيري چلند او بشري حقونو د تروړلو دوام

افغانستان په نړۍ کې یوازینی هغه هیواد دی چې نجونې پکې په رسمي ډول له شپږم ټولګي پورته له زده کړو منع شوې دي. د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې په اعلاميه کې زیاته شوې چې طالبانو له ښځو ازادي اخیستي او د هغوی کاري موقعې کمې کړې دي. "د طالبانو لخوا د جنسیت په اساس د تاوتریخوالي څخه د ښځو او نجونو د ساتنې سیستمونه ړنګ شوي، د دوی لپاره یې روغتیایي خدماتو ترلاسه کولو په وړاندې خنډونه جوړ کړي او د لوبو تر څنګ يې له پارکونو هم منع کړي دي. لکه ملګرو ملتونو چې ويلي دا یو سیستماتیک تبعیضي، د انساني کرامت څخه د بې احترامۍ او د ښځو د محرومولو سیستم دی."

د دې ادارې د افغانستان د برخې څېړونکې په اعلاميه کې پر نړيوالو غږ کړی چې له طالب چارواکو سره باید حساب وکړي. هغې زیاته کړې: "د طالبانو تر سپکوونکې واک لاندې، افغان ښځې او نجونې د وېرې په حالت کې ژوند کوي. ټول حکومتونه باید د طالبانو مشرتابه او په افغانستان کې د جدي جرمونو ترسره کوونکو سره د حساب کتاب کولو د هڅو ملاتړ وکړي."

د دې ادارې ترمخه د طالبانو بندیزونه روغتيايي خدماتو ته د ښځو لاسرسی کموي او د هغوی د روغتيا حق په خطر کې اچوي. د اعلامیې تر مخه، د طالبانو د زده کړو بندیزونه په راتلونکي کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت یقیني کوي. "مرسته کوونکي هیوادونه باید د افغانستان روان بشري ناورین حل کولو لپاره داسې لارې چارې خپلې کړي چې په کېدونکې مالي مرستېد ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو د ظالمانه پالیسیو ملاتړ ونه شي."

طالبانو تر اوسه د دې اعلامیې په غبرګون کې څه نه دي ويلي. البته دوی مخکې ويلي وو چې نړیوال باید د افغانستان په داخلي چارو کې مداخله ونکړي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په خپلې درې کلنۍ واکمنۍ کې ګڼ سختدريځه امرونه عملي کړي دي. دوی پر ښځو د کار او له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعليم بندیز لګولی دی. طالبان همداراز سياسي ګوندونه هم منع کړي، پر ښځو یې مخ پټول جبري کړي او مدني فعاليت یې محدود کړی دی. د طالبانو په حکومت کې رسنيوو ته ځانګړې لارښوونې شوې چې له وجې یې د بیان ازادي محدوده شوې ده.

ملګرو ملتونو په خپلو کلنيوو راپورونو کې ويلي چې طالبانو ګڼ خبریالان نیولي او د دوی د پالیسيو په خلاف مظاهره کوونکي چې ښځې هم پکې شاملې دي، تر نيولو وروسته شکنجه کړي دي. پر دې سربیره طالبانو د ګڼو رسنيوو د فعالیت جوازونو هم لغوه کړي دي.

خراب اقتصاد، بې روزګاري او کډوال

د اګست پر ۱۵مه د طالبانو د حکومت درې کلونه پوره کېږي خو تر اوسه پورې هېڅ هېواد په رسميت نه دي پېژندلې. د ملګرو ملتونو ترمخه، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې شخصي کاروبارونه خراب شوي،نورو هېوادونو سره تجارت لږ شوی او پانګونه کمه شوې ده. له دې وجې د هېواد اقتصاد خراب او بې روزګاري زیاته شوې ده. ځينو نړيوالو خیریه ادارو هم خپل کارونه ودرولي دي.

د بشري چارو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو دفتر (اوچا) پر خپلې ویبپاڼې ليکلي چې په افغانستان کې له نیمایي څخه زیات وګړي، ۲۳ میلیونه کسان – د خوړو د نه خوندیتوب سره مخ دي. په راپور کې زیاته شوې چې ښځې او نجونې تر ټولو ډېرې اغیزمنې شوې دي. په همدې تړاو، د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې په اعلاميه کې ويلي چې د طالبانو لخوا پر ښځو کاري بندیزونو د دې سبب شوي چې د افغانانو کورنی اقتصاد لا نور خراب شوی.

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې په افغانستان کې اقتصادي بحران د بې روزګارۍ کچ په داسې وخت کې لوړ شوی چې ايران او پاکستان له خپلو هېوادونو د بې اسناده افغانانو ایستلو ته دوام ورکړی دی. د دې ادارې په خبره، له ۶۶۵,۰۰۰ څخه زیات افغانان له ۲۰۲۳ کال د سپټمبر راهیسې له پاکستان څخه افغانستان ته تللي دي. "دغه کسان پر هغوی سربیره دي چې په افغانستان کې دننه بې ځایه شوي دي. دې کار په افغانستان کې موجود ناورین لا نور قوي کړی دی."

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې د طالبانو د روانې واکمنۍ په اړه ويلي چې د طالبانو د واکمنۍ درېیمه کلیزه "د افغانستان د بشري حقونو د بحران یوه ویرونکې یادونه ده". خو د دې ادارې په خبره دا د مسایلو د حل لپاره د عملي اقداماتو موقعې هم برابروي. "هغه حکومتونه چې له طالبانو سره اړیکې لري باید هغوی ته په دوامداره توګه یادونه وکړي چې په ښځو او نجونو او ټولو افغانانو باندې د دوی ظلمونه د نړیوالو قوانینو لاندې د افغانستان له ژمنو څخه سرغړونه ده."

په تېر کې ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نورو ادارو هم ورته خبرپاڼې خپرې کړې چې له طالبانو پکې د خپلو سختدريځه پالیسيو د نرمولو غوښتنه شوې ده. خو طالبانو دا نه دي منلي. د ۲۰۲۴ کال په مارچ کې، د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون د طالبانو مشر ملاهبت‌الله ته منسوب غږ خپور کړ چې هغه پکې له لویدیځ سره د جګړې د دوام خبرداری ورکړ او زیاته یې کړه چې د هېچا په غوښتنه به د خپلې حکومتولۍ طرز بدل نه کړي. تر دې مخکې هم نوموړي ته په منسوب غږيز پېغام کې ويلي شوې وو: "د نړیوالو فرمایشونه منو او نه ورسره يو قدم مخکې ځو."

XS
SM
MD
LG