د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خبریالانو ملاتړ سازمان: طالبان دې ننګرهار کې نیولی خبریال سمدستي خوشې کړي


په کابل کې خبریالان د ښځو د مظاهرې ویډیو جوړوي - پخوانی انځور.
په کابل کې خبریالان د ښځو د مظاهرې ویډیو جوړوي - پخوانی انځور.

په افغانستان کې د خبريالانو د ملاتړ سازمان د طالبانو له حکومته غوښتنه کړې چې په ننګرهار کې نیولی خبریال دې خوشې کړي.

سازمان د اګست پر شپږمه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې طالبانو دوه اونۍ وړاندې خبریال عزیز وفا نیولی چې بايد یې "سمدستي، بې له کوم شرطه خوشې" کړي.

تر اوسه معلومه نه ده چې طالبانو هغه خبریال ولې نیولی دی او سازمان وايي چې د وضعیت په اړه یې هېڅ معلومات نه شته.

د خبریالانو د ملاتړ سازمان زیاتوي چې اوسمهال څلور خبریالان د طالبانو په بند کې دي.

په همدې حال کې د اګست پر شپږمه د خبریالانو د خونديتوب نړیوالې کمېټۍ (کمېټي ټو پروټېکټ جرنلېسټس یا سي پي جې) ويلي چې د طالبانو حکومت په ننګرهار کې د ۱۴ رسنیو د فعالیت جوازونو ځنډولي چې دا د بیان ازادۍ تروړل دي.

هغې ادارې په يوه خبرپاڼه کې وويل چې طالبان دې دا امر "ژر بیرته واخلي" او پر رسنيو دې فشار اچول بس کړي.

طالب چارواکو لا د خبریالانو د ملاتړ سازمان او سي پي جې څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي. طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان له واکمنېدو راهیسې پر رسنیو ګڼ بندیزونه لګولي او وخت په وخت یې ځيني خبریالان بندې کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG