د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوداګرۍ خونه: د پاکستان او افغانستان لارو بندېدو له وجې ۵۰ فیصده خوراکي توکي خراب شوي


په پېښور کې یو مزدور افغانستان ته د صادرېدونکو پیازو بوجۍ سموي - انځور له ارشیفه.
په پېښور کې یو مزدور افغانستان ته د صادرېدونکو پیازو بوجۍ سموي - انځور له ارشیفه.

د سرحد سوداګرۍ خونې یا چېمبر اف کامرس د افغانستان او مرکزي اسیا تجارت لپاره د کمېټۍ مشر وايي، د پاکستان او افغانستان ترمینځ د لارو تړل کېدو له امله شاوخوا ۵۰ فیصده خوراکي توکي خراب شوي دي.

شاهد حسین د ډېسېمبر پر اوومه نېټه له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د پاکستان غاړې ته د ایسارو یوشمېر لاریو مالونه په ګودامونو کې خوندي کړي دي خو د ده په خبره، د ډېر وخت تېرېدو له وجې شاوخوا نیمايي خوراکي توکي خراب شوي دي.

نوموړي وویل، سوداګرو د پاکستان د کارخانو له مالکانو سره خبرې اترې کړې دي چې مالونه دې بېرته واخلي.

هغه وویل، مالکانو یې خبره منلې خو شرط یې ایښی چې د ټرکونو کرایې به سوداګر په خپله ورکوي چې دا ورته د منلو نه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان او افغانستان ترمينځ د لارو تړل کېدو له امله د ایسارو لاریو ډرېوران وايي چې د دواړو حکومتونو واکمنان دې یې پر "حال رحم" وکړي او لارې دې خلاصې کړي.

شاهد حسین د پاکستان او په افغانستان کې پر طالب چارواکو نیوکه وکړه چې سوداګرو ته د لارو پرانیستلو په اړه واضحه خبره نه کوي.

په پاکستان کې حکومت مخالفه ګوندونو، فعالانو، ټرانسپورټرانو او سوداګرو د لارو له تړل کېدو راهیسې په بیا بیا له اسلام اباده غوښتي چې له افغانستان سره دې سوداګري بیا پیل کړي.

د پاکستان حکومت وايي، د طالبانو حکومت دې دا باور ورکړي چې له هغې غاړې به وسلوال په پاکستان کې بریدونه نه کوي خو د طالبانو حکومت وايي، ناامني د پاکستان کورنۍ مسله ده چې باید یې خپله هواره کړي.

داراز، د طالبانو حکومت وايي، له پاکستانه د "قوي" ډاډ تر ترلاسه کېدو پورې د سوداګرۍ او ټرانزېټ لپاره لارې نه پرانیزي.

د طالبانو حکومتي ویاند ذبیح الله مجاهد د ډېسېمبر پر څلورمه په بیان کې وویل، لارې یوازې هغه وخت بیا پرانیزي چې "قوي اطمینان" ترلاسه کړی چې بیا به "د سیاسي فشار، غیر قانونې استفادې او د ولسونو د ځورولو" لپاره نه تړل کېږي.

د ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمينځ تر نښتو وروسته د همهغې مياشتې له ۱۲مې نېټې راهيسې د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمينځ يوشمېر نورې لارې د تجارت پرمخ وتړل شوې.

له هغه وخت راهیسې د دواړو هېوادونو حکومتي چارواکو څو ځلې مذاکرات وکړل چې لا یې نتیجه نه ده ورکړې.

XS
SM
MD
LG