د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د نجونو ملي کمپاين له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو د پرانیستلو غوښتنه وکړه


په کابل کې د نجونو يو تړلي ښوونځي کې چوکۍ خالي پرتې دي - انځور له ارشیفه
په کابل کې د نجونو يو تړلي ښوونځي کې چوکۍ خالي پرتې دي - انځور له ارشیفه

په "افغانستان کې د نجونو د زده کړو ملي کمپاین" پر داسې وخت د نجونو د ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه کړې ده چې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ درې کاله پوره کېدونکي دي.

د دې کمپاین له خوا د اګست پر ۱۱مه په یو اعلامیه کې پر طالبانو غږ شوی چې د دوی په وینا، د نجونو د تعلیم د حق په وړاندې (له بې تفاوتۍ او د ښځو د مشروع حقونو په وړاندې له دوښمنۍ) تېر شي. یاد کمپاین ټینګار کړی چې طالبانو درې کاله خپلې ژمنې پوره نه کړې او د نجونو د ښوونځیو د تړلو لپاره یې کمزوري او نه منونکي دلایل وړاندې کړې دي.

په دې کمپاین کې زیاتره په نورو هیوادونو کې مېشت فعالان دي او اکثر وخت په انلاین توګه هلې ځلې کوي. د دوی یو دولس کسیزه پلاوی تېر کال له اروپا کابل ته تللی وو او له طالب چارواکو سره یې لیدلي وو.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه بیا پر افغانستان واکمن شوي وو او له هغه راهیسې یې د نجونو تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړلي او وروسته یې په پوهنتونونو کې هم د ښځو پر زده کړو بندیز لګولی وو.

XS
SM
MD
LG