د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان خبریالانو اتحادیه: نړیوال دې طالبان، د خبریالانو له ځورولو منع کړي


ټولنه وایي په افغانستان کې خبریالان په ویره کې دي ـ پخوانی انځور.
ټولنه وایي په افغانستان کې خبریالان په ویره کې دي ـ پخوانی انځور.

په جلاوطنۍ کې د افغان خبریالانو اتحادیه وايي، نړیوال دې پر طالبانو فشار راوړي چې د خبریالانو له نیولو او پر هغوی د محدویتونو له لګولو ډډه وکړي.

د دې اتحادیې ویاند حشمت ‌الله وجداني د اګست پر دویمه مشال راډیو ته وویل چې دا وخت هم د طالبانو حکومت څلور خبریالان نیولي دي او دوی یې د زر تر زره خوشي کېدو غوښتنه کوي.

ده وویل، پر خبریالانو فشارونه دومره زیات شوي چې ګڼ یې یا د خپلو دندو پرېښودو ته اړ شوي او یا هم له افغانستانه پر وتلو مجبور دي.

نوموړي وویل، دوی د خبریالانو پر نړیوالو سازمانونو غږ کوي چې د طالبانو له خوا د نیول شویو خبریالانو د خوشي کېدو لپاره غږ پورته کړي.

طالبانو تر اوسه د دې څلور خبریالانو د نیولو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي او نه یې هم تر دې وړاندې د رسنیو د کارکوونکو او خبریالانو د نیولو په اړه وضاحت کړی دی.

د ۲۰۲۱م کال د اګست له ۱۵ پر افغانستان واکمن طالبان که څه هم وايي چې دوی د رسنیو ازادۍ ته ژمن دي خو په تېرو درو کلونو کې په لسګونه رسنۍ تړل شوې دي او په زرګونه کارکوونکي یې بې روزګاره شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG