د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له ملګرو ملتونو غوښتي چې په افغانستان کې دې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په برخه کې ملاتړ وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت د فبرورۍ پر ۱۹مه په بیان کې ویلي دي چې ډار د فبرورۍ پر ۱۸مه په نیو یارک کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتېرېش سره د لیدو پر مهال له هغه وغوښتل چې له افغانستان سره د هغو ترهګرو پرضد د مبارزې په برخه کې مرسته وکړي چې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښوي.
په بیان کې د کومې وسلوالې ډلې نوم نه دی یاد شوی خو پاکستان تر دې مخکې څو څو ځلې ویلي دي چې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په افغانستان کې پټنځایونه لري او د طالبانو حکومت دې یې پرضد اقدام وکړي.
د طالبانو حکومت په بیا بیا ویلي دي چې هېڅ وسلوالې ډلې ته یې پټنځای نه دی ورکړی او د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.
د طالبانو حکومت دا ټینګار هم کوي چې په افغانستان کې د ترهګرو مرکزونه ختم شوي دي.
اخوا تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او بل ځای پټنځایونو ته اړتیا نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د فبرورۍ پر ۱۰مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه غونډه کې په افغانستان کې د اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګې د فعالیتونو پر زیاتېدو اندېښنه وښوده.
په شورا کې د چين سفیر هم دعوه کړې وه چې په افغانستان کې داعش، القاعده او د ختيز ترکستان اسلامي تحريک وسلوال فعاله دي چې له يو بل سره همکاري هم لري.
خو د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد دا تورونه رد کړل او په يو بیان کې یې وويل چې هېڅ وسلوالې ډلې ته په بل هېواد کې د حملو اجازه نه ورکوي.