د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني پولیسو د پاتې غيرقانوني افغان کډوالو نيولو ته دوام ورکړی


 پاکستاني پولیسو د پاتې غيرقانوني افغان کډوالو نيولو ته دوام ورکړی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:52 0:00

د پاکستان پولیسو د هغو افغان کډوالو نيول پيل کړي دي چې د دوی په وينا د قانوني اسنادو د نه درلودو او د حکومتي خبرتياوو سربیره هم تر اوسه له دغه ملکه نه دي وتلي. په اسلام اباد کې د افغان بستي په نوم کورونه ړنګ شوي او په لنډمهالي کمپونو کې د ستنېدونکو کډوالو ساتل دوام لري. تلونکي افغانان وايي چې په افغانستان کې کورونه نه لري او مجبور دي چې له خپلو خپلوانو سره واوسېږي. ملګرو ملتونو پر پاکستان غږ کړی چې د افغانانو په زور ایستل دې بس کړي خو هلته نګران حکومت وايي چې دغه پرېکړه یې حتمي ده. په دې اړه دا ويډيو راپور وګورئ چې افغانان پکې خپلې کیسې کوي. ويډيو: فرهاد شينواری، صمد شبنم، نياز علي، وسیم سجاد، عظمت علي شاه، عمران يونس، ځلاند یوسفزی راپور او ايډيټ: بشير ګواښ

XS
SM
MD
LG