وسیم سجاد په پېښور کې د مشال راډيو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر سیاسي، ټولنیزو او نورو چارو راډیويي او ویډيويي رپورټونه جوړوي.
په داسې حال کې چې په لاهور کې د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ سیالۍ روانې دي، یوشمېر لوبغاړي ګیله من دي چې په هغه ښار کې ولې لوبې نه ترسره کېږي. ویډيويي رپورټ.
په پاکستان کې ګڼ خلک وايي چې د ګرانۍ له امله پرېشانه دي او د راتلونکې وړوکي اختر لپاره خپلې اړتياوې نه شې پوره کولای. اخوا دوکانداران او سوداګر هم وايي چې د نورو کلنو پرتله سږ کال يې په روژه کې د پلور بازار کمرنګه دی.
په پاکستان کې د تېلو د بیو لوړوالي له وجې د ګاډو کرایې لوړې شوې دي او خلک وايي چې له وړاندې ګرانۍ ځپلي ول چې نوره یې نه شي زغملای. داراز، ټرانسپورټران هم وايي چې د ګاډو درولو ته اړ شوي دي. ویډيويي رپورټ.
د خيبر په تيرا کې شاوخوا ۱۳ کاله وړاندې د وسلوالو پر ضد د پوځې عملياتو له امله ځايي اوسېدونکو خپل کورونه پرېښوول او يو شمېر کورنيو په سمڅو يا غارونو کې ژوند پيل کړ چې لا هم هم هلته اوسېږي. د مشال راډيو خبريال وسيم سجاد په خيبر کې هغو سمڅو ته ورغلی او هلته يې له اوسېدونکو کډوالو سره خبرې کړې دي.
د پاکستاني او طالب سرتېرو ترمینځ روانې جګړې هغه افغان کډوال سخت اغېزمن کړي دي چې له پردېسۍ وطن ته پر لاره دي. دوی د مارچ پر پینځمه په تورخم کې مشال راډیو ته وویل، د پاکستان د پرېکړې پر اساس او د پولیسو له خوا په پرله پسې ډول له ځورول
په پېښور کې د روژې مياشتې له راتلو سره ځای پر ځای د روژه ماتي لپاره دسترخوانونه غوړېږي. خو په ټاون کې بیا د نجونو له خوا د روژه دارو لپاره دا افطار دسترخوان لګول کېږې. د مشال راډیو خبریال وسیم سجاد په دې اړه رپورټ لري.
ګوډۍ، پتنګ یا باډیوه الوځول له سپرلي سره تړلی یو لرغونی دود دی. د هندوستان په ځینو برخو او د پاکستان په پنجاب کې خو د بسنت مېلې هم لمانځل کېږي.
د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي اداره وايي چې د جنورۍ له ۱۰مې راهیسې تیرا څخه څه باندې ۸۰ سلنه خلکو کډې کړې دي. پوښتنه دا ده چې تیراوالو ته د مېنو پرېښودو وینا چا کړې وه؟ د ځواب لپاره یې موږ په باړه کې د مرستو د پیسو وېش په مرکز کې له کډوالو سره غږېدلي یو او دا ویډیو مو جوړه کړې ده.
د پاکستان له کراچۍ ښاره يو سړي او د هغه مېرمنې د چين د پولې پر لور پلی تګ پیل کړی دی. دغه کسان اوس پېښور ته رسېدلي دي. هغوی مشال راډیو ته ويلي چې د مياشتو په دې سفر کې يې سختۍ ليدلي، خو ځای پر ځای يې ولس هرکلی هم کړی دی. ويډيو رپورټ
په پېښور کې د اورګاډي په بوګیو یا ډبو کې یوه چایخانه (کیفې) پرانیستل شوې ده. هغه چایخانه د پېښور د اورګاډو له مرکزي تمځي سره نېږدې ده چې له بېلابېو ځایونو خلک ورځي. نور په ویډیو کې.
د خيبر په تيرا کې د ممکنه پوځي عملياتو له امله د سيمې د خلکو د کډوالېدو لړۍ روانه ده ا د ضلعي انتظاميې په وينا، تر اوسه له تيرا ميدانه ۶۰ سلنه خلک وتلي دي. په خيبر کې له کډوالو سره د مالي مرستو لپاره درې مرکزونه جوړ شوي دي، خو کډوال د انتظاماتو د کموالي ګيله کوي.
په پېښور کې مېشته افغانه زدکوونکې نوریه بازوان وايي، د افغاني جامو په پرلیکه یا انلاین کاروبار کې د نجونو لپاره یوشمېر موقعې شته. نوموړې وايي، که د پاکستان حکومت هېواد ته ستنه کړه نو هلته هم دې کاروبار ته دوام ورکول غواړي. له هغې سره د مرکې پر اساس جوړ شوی لنډ ویډیويي رپورټ وګورئ.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدو په پېښور کې د دوایانو تر ټولو لوی مارکېټ هم متاثره کړی دی. د دې مارکېټ د دوکاندارانو اتحادیه وايي، دوی هیله لري چې له افغانستان سره به لارې زر تر زره خلاصې شي. د لارو تر تړل کېدو وړاندې به د افغانستان ګڼ شمېر ناروغان د درملنې لپاره پېښور ته تلل.
د پېښور پوهنتون زدکوونکو د خپلو دوو بې درکه ملګرو د موندلو لپاره له یوې اونۍ راهیسې پرلت وهلی دی. دوی وايي، د محمد عدنان وزیر او خبیب وزیر تر پیدا کېدو پورې احتجاج ته دوام ورکوي. په دې اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پاکستان او افغانستان ترمینځ د لارې تړل کېدو له وجې د پېښور په نمک منډۍ کې د قیمتي کاڼو او غمیو کاروبار کم شوی دی. په دې بازار کې زیاتره افغانان کاروبار کوي. د ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د پاکستانيو ځواکونو او په افغانستان کې د طالبانو د ح
پاکستان کې په تيره يوه لسيزه کې د څارويو د څرمنو کاروبار کم شوی دی. کاروبار کوونکي يې وايي چې په مارکيټ کې د چينايي مصنوعاتو زياتوالي او د څرمنو او له څرمنو څخه د جوړو شيانو د صادراتو کموالي پر دې کاروبار اغېز کړی دی.
تان ته ده ستنولو له ويري کاروبار ته نه شي وروتلاي. د مشال راډيو خبريال وسيم سجاد افغان مارکيټ ته ورغلی او دا رپورټ یې برابر کړی دی.
د خیبر پښتونخوا په پېښور کې د اېف سي ځواک پر مرکزي دفتر په وسلوال برید کې درې سرتېري وژل شوي دي. د پېښور د پولیسو مشر ډاکتر میا سعید رسنیو ته وویل چې د نومبر پر ۲۴مه سهار مهال لومړی یو ځانمرګي بریدګر په وره کې چاودنه وکړه او بیا دوو وسلوالو مرکز ته د ننوتو هڅه کوله. ویډيويي رپورټ.
اسد کامران د خیبر پښتونخوا د کواټ سیمې یو زلمی دی چې د اسلام اباد په قایداعظم پوهنتون کې د نړیوالو څانګو په څانګه کې پر لوړو زده کړو بوخت دی.
د خیبر پښتونخوا د سیلګرۍ او فرهنګ ادارې د پخوانیو ګاډو مېله شوې ده چې پکې د پاکستان له بېلابېلو برخو څخه خلکو خپل ګاډي نندارې ته وښوول او په ښار کې یې وچلول. د نومبر ۱۵مې د مېلې موخه د پښتونخوا سیلګرۍ او کلتور ته وده ورکول ول. لنډ ویډیويي رپورټ وګورئ.
نور وښیئ