ځلاند یوسفزی په پېښور کې د مشال راډیو خبریال او د ویډیويي مطالبو اېډېټر (مدیر) دی. هغه پر بېلابېلو موضوعاتو غږیز، لیکلي او ویډیويي راپورونه او مستند فلمونه جوړوي.
په خیبر پښتونخوا کې ناڅاپي شړکنده باران پر مهال پېښو او سېلابونو کې د وژلو شویو شمېر زیات شوی دی. د خیبر پښتونخوا د مرستندویه او ژغورنې چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) په وینا د اګست تر ۱۹مې د تلفاتو شمېر ۳۵۸ ته رسېدلی دی.
اداره وايي، په مرستندویه توکو کې زرګونه خیمې، توشکونه، بالښتونه، کمپلې، پشه خانې (مچردانۍ)، د اوبو پمپونه، د لمرینې برېښنا څراغونه، د ګیس سیلېنډرونه او د صفایۍ سامانونو په ګډون نور شیان شامل دي.
ګنډه پور له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي چې له ځپل شویو سره مالي مرسته کوي او د چا چې کورونه ړنګ شوي دي نو حکومت به ورته کورونه جوړوي.
د اګست پر ۱۶مه په بونېر بېشوڼۍ او شاوخوا نورو سیمو کې خلکو مشال راډیو ته وویل یو لوی ناورین یې په خپلو سترګو لیدلی چې نږدې خپلوان، دوستان او ګاونډیان یې پکې وژل شوي ژوبل شوي او یا هم ورک دي. دوی وايي خلکو ته په پراخه کچه مالي زیانونه هم اوړېدلي دي. د مشال راډیو د خبریال د سترګو لیدلی حال وګورئ.
د شمالي وزيرستان په میرلي کې ځايي ولس په ډرون برید کې د څلورو ماشومانو تر وژل کېدو وروسته احتجاجي پرلت پیل کړی دی.
د خيبر پښتونخوا حکومت د هغې صوبې په يوشمېر زندانونو کې بېلا بېل صنعتونه پيل کړي دي. په هغو زندانونو کې يو خوا بنديانو ته هنري زدکړې ورکول کېږي او بلخوا هغوی د پيسو په بدل کې کار و روزګار هم کولای شي.
په پېښور کې مېشت افغان هنرمندان له پاکستانه د افغانانو ایستلو د خپل ژوند او د افغاني موسیقۍ راتلونکې په اړه اندېښمن دي. دوی وايي، هلته یې ژوند ته خطر وو او هنري کارونه یې نه شول کولای ځکه چې طالبانو پر موسیقۍ بندیز لګولی دی. نور په دې لنډ مستند فلم کې.
د کورمې اوسېدونکي وايي چې حکومت دې د روان کال په پیل کې په سیمه کې د سولې موافقې د عملي کولو لپاره چټک او کوټلي اقدامات وکړي. په هغه موافقه کې د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د ترینګلتیا ختمولو لپاره په سیمه کې د مورچو ختمولو، وسلو غونډولو پرېکړې شوې وې. د نبي جان او ځلاند یوسفزي ویډیويي رپورټ.
پاکستان تحریک انصاف په ملک کې د عامو انتخاباتو یوه کال پوره کېدو پرمهال توره ورځ لمانځي.
صوابۍ ایکشن کمېټۍ نن، د فبرورۍ پر دریمه، د امنیت خرابېدو، د نشهيي توکو د مخنیوي، او د بجلۍ د لوړو بیو پر ضد یو ځل بیا احتجاجي مظاهره وکړه. د مظاهرې ګډونوال وايي، چې په سیمه کې ناامني زیاته شوې
"د سوات خلکو د پوځي چاوڼۍ او کینټ جوړولو پر ضد مظاهره وکړه"
د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) غړو او پلویانو د احتجاج لپاره د اسلام اباد پر لوري تګ ته دوام ورکړی دی. د نومبر پر ۲۵مه د پنجاب په برهان انټرچېنج کې د پي ټي ای د احتجاجیانو او پولیسو ترمینځ اخ و ډب وشو
د پاکستان تحريک انصاف غړي او مشران د يوې ورځې تېرېدو برسېره هم د احتجاج لپاره د اسلام اباد ډي چوک ته نه دې رسېدلي. د ګوند زنداني بنسټګر عمران خان د نومبر پر ۱۳مه پر خپلو پلويانو غږ کړی وو چې د نومبر پر ۲۴مه دې په اسلام اباد کې احتجاج وکړي.
د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) مشران او غړي په اسلام اباد کې د نومبر ۲۴مې په احتجاج کې د ګډون لپاره له پېښور او صوابۍ تر تېرېدو وروسته د هېواد پلازمېنې پر لوري خوځېدلې ده. خو د پاکستان حکومت پلازمېنې ته تلونکې بېلابېلې لارې تړلې دي. ویډیويي رپورټ.
په قبایلي ضلعو کې د ماینونه د چاودېدو له امله په لسګونه کسان وژل شوي او يوشمېر پکې معذوره شوي دي. په معیوبو شویو کې د کورمې ۷ کلن ماشوم هم دی چې د روان ۲۰۲۴ کال د اګست پر ۲۸مه نېټه يې د ماين په چاودنه کې دوه سترګې او يو لاس بایللی. په دې اړه د فرهاد شينواري جوړه کړې دا ويډيو وګورئ
په داسې حال کې چې پاکستان له تېرو څو کلونو راهیسې د بجلۍ له کمبوت سره لاس او ګرېوان دی، په دغه هیواد کې د شمسي بجلۍ بازار ګرم دی.
محمد اشرف، چې د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې بوستان اوسېدونکی دی، په خپل لګښت یو کوچنی هوايي جهاز جوړ کړی دی. هغه د دې الوتکې لپاره هېڅ سامان له بهر هېواد نه دی راوړی او زیاتره پرزې یې د موټرو کارولې دي.
په خیبر کې د پښتنو د قامي عدالت په نامه جرګې په پاکستاني پوځ او وسلوالو ډلو غږ کړی چې په دوو میاشتو کې د پښتنو له خاورې ووځي.د اکتوبر ۱۳مې په شپه ناوخته د دغې درې ورځنۍ جرګې په ۲۲ مادو مشتمله اعلامیه د ګډونوالو په وړاندې اعلان کړه.
په داسې حال کې چې په لسګونو خیمو کې د پاکستان د پښتون مېشته سیمو استازو پر مختلفو موضوعاتو بحثونو او مشورو ته دوام ورکړی دی، د بېلابېلو ګوندونو مخکښ سیاستوالان د لویې جرګې پر درېیمه او وروستۍ ورځ د جرګې مرکزي تالار ته ورغلي او هلته یې ناستو کسانو ته ویناګانې کړې دي. په دې اړه ویډیويي راپور.
پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د اکتوبر پر ۱۱مه د درې ورځنۍ لویې جرګې لومړنۍ چارې پیل کړې دي. ټاکل شوې وه چې جرګه سهار پیل شي خو وروسته یې وویل چې انتظامات بشپړوي. د پي ټي اېم مخکښ فعالان وايي چې د خیبر پښتونخوا حکومت ورته ډاډ ورکړی دی چې د جرګې پر مهال به هېڅ مشکل نه جوړېږي. نور په ویډیو کې.
نور وښیئ