د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ پوليسو د ورکو بلوڅانو لپاره مظاهره کوونکي فعالان خوشې کړل


د جون په ۱۲مه په کراچۍ کې د لادرکه کسانو لپاره د مظاهرې يوه برخه
د جون په ۱۲مه په کراچۍ کې د لادرکه کسانو لپاره د مظاهرې يوه برخه

د کراچۍ پوهنتون هغه دوه زده کوونکي کورونو ته رسېدلي چې د کورنۍ په وينا یې امنيتي ځواکونو د جون په اوومه وړي وو.

دا کسان دودا بلوڅ او ګمشاد بلوڅ دي چې امنيتي ځواکونو یې په اړه هېڅ نه دې ويلي.

د دودا بلوڅ ورور شهک الهي نن (د جون پر ۱۴مه) مشال راډیو ته تاييد کړه او ويې ويل چې ورور یې راخوشی شوی دی. نوموړي زیاته کړه چې د دودا بلوڅ لپاره په کراچۍ کې مظاهره کوونکي هغه کسان هم خوشې شوې دي چې پرون ماښام پولیسو نيولي وو. د دوی شمير ۶۰ تنه ښوول کېږي.

د ورکو بلوڅانو د خوشې کولو لپاره مبارزه کوونکي سازمان (وايس فار بلوچ ميسينګ پرسنز) مشر نصرالله بلوڅ د جون پر ۱۴مه پر ټويټر پاڼه د دودا بلوڅ او ګمشاد بلوڅ په خوشې کېدو خوښي ښودلې او دا یې يو "ښه خبر" بللی.

د کراچۍ پوليسو د جون پر ۱۳مه نېټه له هغو لسګونو احتجاج کوونکو ۶۰ کسان ونيول چې د سیند اسمبلۍ مخې ته یې د دودا بلوڅ او ګمشاد بلوڅ د راخوشې کولو لپاره احتجاج کاوه. دا احتجاج لومړی بلوڅانو پيل کړی وو خو وروسته ورسره د پاکستان د بېلابېلو مدني ټولنو غړي او د بشری حقونو فعالان هم ملګري شول. دوی د سند اسمبلۍ مخې ته په نيولو پوسټرونو ليکلي وو چې د خلکو لادرکه کول دې ودريږي او دا مسله دې په بشپړ ډول حل شي.

پر ټولنیزو رسنيو داسې ويډيوګانې خپرې شوې چې پولیس پکې په زور احتجاج کوونکي نيسي او ګاډو ته یې خيژوي. د بشري حقونو فعالانو پر ټويټر او فيسبوک د پولیسو دا رويه غندلې وه او د خلکو د خوشې کولو غوښتنه یې کړې وه.

د احتجاج جوړونکې بلوڅ يکجهتي کمېټۍ غړې فرېدې بلوڅ د جون پر ۱۳مه مشال راډیو ته وويل چې پولیسو د دوی پر سوله ییز احتجاج برید وکړ، ښځې او ځوانان یې ونيول او پر دوی يې تشدد وکړ. خو د کراچۍ پوليسو د جنوبي زون مشر (ايس ايس پي) اسد رضا په دې اړه له مشال راډيو سره په خبرو کې د تشدد کولو تور رد کړ. نوموړي وویل چې یوازې هغه نارينه او ښځې یې نيولې ول چې د ده په وینا، د اسمبلۍ ودانۍ ته يې د ننوتو هڅه کوله.

د اپريل پر ۲۶مه يوې بلوڅې ښځې د کراچۍ پوهنتون د چينايي ژبې او کلتور پر يو مرکز ځانمرګی بريد وکړ او درې چينايي استادان یې ووژل. د دې ښځې نوم شاري بلوڅ ښوول شوی چې له پاکستانه ازادۍ لپاره جنګېدونکې، وسله والې ډلې، بلوچ ليبریشن ارمي غړې وه.

تر دې وروسته په کراچۍ، پنجاب او بلوچستان کې د بلوڅ ځوانانو د نيول کېدو لړۍ تېزه شوې ده. خو د بشري حقونو فعالان وايي چې اکثره نيول کېدونکي کسان بې ګناه ولسي وګړي وي. د تېر تحريک انصاف حکومت په مهال د هغه وخت د بشري حقونو وزيرې شيرین مزاري هم مشال راډيو سره په يوه مرکه کې ويلي وو چې د نسل او قام په بنیاد بايد له پوهنتونونو څخه د بلوڅ زده کوونکو نيول کېدل بس شي.

د ورکو بلوڅانو لپاره مبارزه کوونکي سازمان (وايس فار بلوچ ميسينګ پرسنز) لخوا مشال راډيو ته ليږلو شمېرو تر مخه په زرګونو بلوڅان لاردکه کړل شوي دي. د دوی د غيبولو تور د پاکستان پر امنيتي ځواکونو پورې کيږي. پوځ دا نه مني چې لادرکه کسان په زرګونو دي. د دوی وياندانو په بيا بيا دا دريځ ښوولی چې ځيني بلوڅان د دوی سره په جنګ کې وژل شوي او ځيني نور د وسله والو په ټريننګ کمپونو کې دي. خو بلوڅ فعالان دا ردوي او وايي دوی سره توپيري چلند او پر ضد یې اجتماعي کارروايي کيږي.

د پاکستان حکومت په ۲۰۱۱ز کال کې د لادرکه خلکو د موندلو لپاره يو کمېشن هم جوړ کړی دی. دې کمېنش پر خپل ويب سایټ ليکلي چې تر اوسه یې خوا او شا ۶۵۰۰ غيب کړل شوي کسان معلوم کړي چې زیاتره یې خپلو کورونيو ته ستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG