د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومتي کمېشن: پاکستان کې د ۸،۴۶۳ لادرکه کسانو درېيمه برخه موندل شوې


 د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د بیلا بیلو برخو نه ګڼ شمیر کسان لادرکه دي او د دوی د خپلو خپلوانو له خوا وخت په وخت احتجاجونه هم شوي دي: د ارشیف انځور
د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د بیلا بیلو برخو نه ګڼ شمیر کسان لادرکه دي او د دوی د خپلو خپلوانو له خوا وخت په وخت احتجاجونه هم شوي دي: د ارشیف انځور

د لادرکه کسانو په اړه د حکومتي کمېشن رجسټرار د مارچ په ۱۱ مه اسلام اباد هايي کورټ ته په یو راپور کې ویلي چې د لادرکه کسانو دریمه برخه خپلو کورونو ته ستانه شوي دي او د پاتې هغو د موندلو لپاره هلې ځلې پر مخ وړي.

د راپور تر مخه ۵۵۰ کسان د ریاستي ادارو په تحویل کې دي او د کمېشن له خوا وخت په وخت د وینا باوجود کمېشن ته په لاس نه دي ورکړل شوي.

د پاکستان د بشري حقونو د کمیشن یو چارواکي خوشال خان خټک د مارچ پر ۱۲مه، مشال راډیو ته وویل چې کمېشن خپلې ذمه وارۍ په سمه توګه نه پوره کوي او د لادرکه کسانو معامله ورځ تر ورځه نوره پیچلې کیږي. نوموړی زیاتوي: "د کمیشن مشر جسټس جاوید اقبال خپله یو متنازعه سړی دی. بله دا چې دوی کومه شمیره ښايي او بیا پښتون ژغورنې غورځنګ یا د لادرکه بلوڅانو سازمان چې کومه شمیره ورکوي نو په هغې کې ډیر فرق دی. بل دوی دا وايي چې دومره کسان یې وموندل خو دا نه وايي چې دوی چا لادرکه کړي وو؟ او د هغوی پر ضد به څه قانوني کاروايي کیږي که نه؟ "

اسلام اباد احتجاج: ورک کسان عدالتونو کې غواړو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:00 0:00

د لادرکه کسانو په اړه د مقدمې د اوریدنې پر مهال د اسلام اباد های کورټ چیف جسټس اطهرمن الله وویل چې له لومړیو ثبوتونو نه څرګندیږي چې کمېشن د خپلو ذمه وارو په پوره کولو کې ناکامه شوی دی او بس د یوې ډاکخانې کردار لوبوي.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د بیلا بیلو برخو نه ګڼ شمیر کسان لادرکه دي او د دوی د خپلو خپلوانو له خوا وخت په وخت احتجاجونه هم شوي دي. له شمالي وزیرستانه د صوبايي اسمبلۍ استازی میرکلام وزیر وايي، کمېشن کره مالومات نه خپروي او د کومو کسانو د موندلو ادعاوې چې کوي، سمې نه دي: "د دوی لخوا نه اکثره وخت ولس ته سم او کره مالومات نه ورکول کېږي. دوی وايي چې دومره کسان خوشې شول، نو چیرته لاړل؟ دوی پوره تفصیل نه ورکوي چې د مثال په توګه ۳۰۰۰ کسان خپلو کورونو ته ستانه شول نو دوی یې پوره مالومات نه شریکوي او نه د لادرکه کسانو کورنیو ویلي چې ګني هغوی کورونه ته ستانه شوي دي. مونږ د دې سیمې خلک یو نو مونږ ته هم پوره مالومات نشته. د وزیرستان او اړوندو قبایلي سیمو نه ډیر خلک لادرکه دي."


په دغه اړه مو د کمېشن د دریځ مالومولو لپاره د کمېشن د سیکرټر فریدخان سره په وار وار د تماس نیولو هڅه وکړه خو هغوی څه ځواب رانکړ. تر دې وړاندې، حکومتي او امنیتي چارواکیو ویلي چې کیدای شي په لادرکه کسانو کې ځینې د وسله والو ډلو سره ملګري شوي وي او افغانستان ته اوړیدلي وي.

د پاکستان حکومت په کال ۲۰۱۱ کې د لادرکه کسانو د بیا موندلو لپاره دا کمیشن جوړ کړی وو چې مشري یې د سپریم کورټ پخواني قاضي جاویداقبال کوي. اسلام اباد های کورټ ته په وړاندې کړل شوي راپور کې راغلي چې کمېشن تراوسه د ۸۴۶۳ لادرکه کسانو څخه د ۶۲۱۴ وګړیو مقدمې هواری کړې دي او د ۲۲۴۹ څخه پلټنې روانې دي.

XS
SM
MD
LG